د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ته د خلکو په ورتګ بندیز ولګېد


ننګرهار ته د خلکو په ورتګ بندیز ولګېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ننګرهار والي د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ولایت ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی. شاه محمود میاخېل نن له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه دې هېڅوک بې له زښت ضرورته ننګرهار ته نه ورځي. د ده په خبره، د اپرېل پر څلورمه هم په ولایت کې د کورونا وایرس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. میاخېل نوي اقدامات پر داسې مهال اعلان کړي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۹ ته رسېدلی دی. له نننیو ارقامو سره سم، په هغه هېواد کې شپږ کسان ناروغۍ وژلي او ۱۰ جوړ شوي.

XS
SM
MD
LG