د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د کورونا له کبله پر زرګونه مړو ماتم وکړ


په چین کې د کورونا روغتون

چین د اپرېل پر څلورمه د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې د زرګونه کسانو په مړینه ملي ماتم وکړ.

د هېواد په ټولو ځایونو کې ملي بیرغ نیم کښو وو او د ساعت تېرۍ ټولې غونډې ځنډول شوې وې.

چین دا ویر پر داسې مهال کړی چې په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ نوې پېښې ثبتېږي او ګڼ کسان ورڅخه مړه شوي.

د کورونا وایرس وبا د نړۍ اقتصاد هم زښت ځپلی.

چین د اپرېل پر څلورمه په هېواد کې د کورونا وایرس د ۱۹ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړ چې ټولې یې په ووهان ښار کې ثبت شوي.

له دې سره په چین کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۸۱،۶۳۹ ته رسېدلی او ناروغۍ ۳،۳۲۶ کسان وژلي.

خو پوهان د چین د ورکړیو ارقامو په اړه شک څرګندوي ځکه چې ځايي رسنۍ سانسورېږي او پر بهرنیو رسنیو بندیز دی.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې چین لږ تر لږه د فبرورۍ له میاشت راهیسې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر خورا کم ښيي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د چین ارقام ښيي چې له هر یو لاک وګړو څخه یې شپږ کورونا وایرس وهلي چې په دې ډول دا شمېر له اېټالیې، هسپانیې، امریکا او نورو هېوادونو څخه خورا کم دی.

د امریکا جان هاپکېنز پوهنتون وايي، د اپرېل تر څلورمې په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر ۱۱ لاکه اوښتي دي او شاوخوا ۵۹،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG