د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس پرضد له اپوزېشن سره په ګډه کار کوو: جام کمال


يو ډاکټر په تفتان کې د يو تن تبه معلوموي
يو ډاکټر په تفتان کې د يو تن تبه معلوموي

کوټه - د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د اپرېل پر درېیمه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف جماعتونو له غړو سره یې ډېره مهمه غونډه وکړه او پردې خبره یې اتفاق کړې دی چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به حکومت او حزب اختلاف په ګډه کار کوي.

په غونډه کې د حزب اختلاف مشر ملګ سکندر اېډوکیټ او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني هم ګډون کړی وو.

پردې مهال د حزب اختلاف مشر ملک سکندر اېډوکیټ وویل چې دوی له حکومت سره هر ډول مرستې ته تیار دي.

نوموړی د حکومت لخوا د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د پارلېمان د ګډ ټاسک فورس جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه فورس به د ولس د حقونه خوندي‌ کړي.

د نوموړي په وینا د بلوچستان اعلا وزیر له دوی سره ژمنه کړې ده چې په روغتونو کې د کورونا وایرس پرضد د ډاکټرانو او نرسانو ټولې اړتیاوې به حکومت ژر تر ژر پوره کړي.

کورونا وايرس او د کوټې تړلي بازارونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00


بلې خوا ته په بلوچستان ایالت کې د کورونا وایرس څخه پنځه نور کسان اغیزمن شوي دي.

په کوټه کې د روغتیا د چارواکو له لورې په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي دي چې په صوبه کې د کورونا د ناروغانو شمېره ۱۷۵ ته رسېدلې ده.

د چمن پوله او کورونا

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د اپرېل پر دریېمه یوه غونډه وشوه.

په غوڼډه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي عسکرو ځايي مشرانو او سوداګرو ګډون وکړ.

په غوڼډه کې د پولې د خلاصیدو پرېکړه وشوه چې په نتېجه کې به یې د اپرېل پر شپږمه هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې د پولې تړل کېدو له امله بند پاته شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG