د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان وګړو تګ لپاره د تورخم او چمن لارې پرانیزي


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

خیبر - د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان وګړو د ستنېدو لپاره د اپرېل له شپږمې څخه د تورخم او چمن لارې پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر څلورمه په یوه بیان کې ویلي د افغان حکومت په غوښتنه یې د اپرېل له شپږمې څخه تر نهمې پورې د لارو پرانیستو فیصله کړې.

هلته د خیبر انتظامیه وايي، د اپرېل له شپږمې څخه یې د تورخم د وره پرانیستو تیارۍ پیل کړې دي.

د انتظامیې چارواکي نن د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، حکومت غواړي په لواړګي او نورو سیمو کې ایسارو لسګونه افغان وګړو ته هېواد ته د تګ اجازه ورکړي

پاکستان د تورخم لاره د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره تړلې ده.

په لواړګي کې مثبتې پېښې

په عین وخت کې د قبایلي ضلعې خیبر روغتیا اداره وايي، د اپرېل پر څلورمه یې په لواړګي کې د کورونا وایرس درې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د ادارې مشر طارق حیات مشال راډیو ته وویل، درې واړه سړي یې د لواړګي د روغتون په ګوښه خونه کې بستر کړي دي او درملنه یې روانه ده.

تر دې مخکې په باړه کې هم د ناروغۍ درې پېښې ثبت شوې وې چې ورسره په خیبر کې د کورونا وایرس وهلیو کسانو شمېر اووه ته رسېدلی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل تر څلورمې نېټې پورې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۷۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۴۰ کسان مړه شوي او ۱۳۰ رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG