پراګ - په امریکا کې کورونا وایرس په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸۰ کسان وژلي دي. تر دې وړاندې دې وایرس د نړۍ په یوه هیواد کې هم په ۲۴ ساعتونو کې دومره زیات کسان نه وو وژلي.
دا خبره د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکي د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون د اپرېل پر درېمه ناوخته کړې ده.
د یاد پوهنتون له شمېرو سره سم کورونا وایرس د اپرېل تر ۳مې ناوخته یوازې په امریکا کې ټول ۷۴۰۶ کسان وژلي دي. د امریکا نیویارک ریاست تر ټولو ډېر ځپل شوی دی.
د جانز هاپکینز پوهنتون پر ویبپاڼه د اپرېل پر څلورمه ورکړل شوي معلومات ښيي چې د کورونا وایرس له کبله په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر تر ۵۸ زره اوښتی دی.
پوهنتون زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې تر اوسه تر ۱۱۱۸۰۰۰ زیات کسان په اخته شوي دي.
د کورونا وایرس په اړه ازموینه ورکوئ؟
کورونا وایرس د اپرېل تر څلورمې په اټلې کې تر ټولو زیات ۱۴۶۸۱ او په سپېن کې ۱۱۱۹۸ کسان وژلي دي.
د دې وایرس له وجې یوه تنفسي ناروغي پېښېږي چې ورته د کووېډ - ۱۹ (COVID-19) نوم ورکړل شوی دی.
کووېډ - ۱۹ اصلاً د کورونا وایرس ډېزیز (ناروغۍ) مخفف یا لنډه بڼه ده او ۱۹ ورسره ځکه لیکل کېږي چې د دې نوې ناروغۍ لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې وه.
په چین کې تر ۸۰،۰۰۰ زیات کسان د کورونا وایرس ناروغه کړي ول او د هېواد زیاتره لوی ښارونه او سیمې تړلې وې.
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د مارچ پر ۱۱مه دا ناروغي نړیواله وبا وبلله.
د فېسبوک تبصرې