د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرۍ ځپلی سوات د کورونا له وبا سره مخامخ دی


کورونا وایرس: د سوات جوماتونو کې پر لمانځه بندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

کورونا وایرس: د سوات جوماتونو کې پر لمانځه بندیز

سیلانۍ سیمه سوات له سیلابونو او پوځي عملیاتو وروستو د کورونا وایرس وبا نیولی ده. ځايي چارواکي وایي چې دغلته د اپریل په ۲ مه د کورونا وایرس یو رنځور مړ شوی دی او د مټې په سیمه کې په ۷ نورو کسانو کې د وایرس تصدیق شوی دی چې ورسره د رنځورانو ټوله شمیره ۱۲ ته رسیدلی ده.

ضلعي انتظامیه وايي، د وایرس مخنیوي لپاره يي هلې ځلې ګړندۍ کړي دي، بازارونه يي تړلي او په جماتونو کې د اعلانونو له لارې يې پر ولس غږ کړی دی چې په خپلو کورونه دننه پاتې شي، لاسونه وینځي، ماسک اچوي او د ولسي واټن پابندي کوي.

خو د روغتیا ضلعي څانګې مشر ډاکټر اکرام شاه وايي، د خطر خبره دا ده چې اوس هم خلک دا وایرس جدي نه اخلي او اکثر د چارواکیو له خوا ورکړل شوی هدایات نه عملي کوي. نوموړي د اپریل پر دوهمه په مینګوره کې یوې خبري غونډي ته په وینا کې زیاته کړه، که ولس ورسره مرسته ونکړي نو یوازې د دوی لپاره به د وایرس قابو کول امکان ونلري.

په مینګوره کې د ډان ورځپاڼې خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل، د امانکوټ سیمې یو اوسېدونکې څو ورځې وړاندی د زړه د ناروغۍ له کبله د سیدو په مرکزي روغتون کې داخل کړل شوی وو خو چې ډاکټرانو يي معاینه وکړه نو د کورونا وایرس هم پکې موندل شوی وو.

نوموړی وايي دغه رنځور د اپرېل په دویمه مړ شو چې له هغې وروستو په سیمه کې د روغتیا حفاظتي ګامونه اخستل شوي دي.

په سوات کې د خپل کور فاونډیشن مشر او نوموړي ټولنیز فعال محمد علي وایي انتظامیه خپلې هلې ځلې کوي خو باید خلک راوړاندی شي او د افت په دې ورځو کې له یوه بل سره مرسته وکړي. نوموړی وايي حکومت چې له کورونا ځپلیو سره کومې مالي مرستې اعلان کړې هغه د نشت برابرې دي.

د حقونو یو بل فعال او ډاکټر جواد اقبال وايي په سوات کې وایرس ډېر په تیزۍ سره په خورېدو دی خو په هسپتالونو کې د اړینو طبي الاتو کمی دی او د روغتیا کارکوونکي حفاظت اوزار نه لري. نوموړی وايي حکومت په سرکاري هسپتالونو کې د ایمرجنسي خدمتونه تړلي دي او کار يي شخصي روغتونونو ته حواله کړی چې د عادي رنځورانو لپاره يې ستونځې جوړی کړي دي.

د ډاکټر جواد اقبال په وینا په سوات کې د لکونو د ابادۍ لپاره یوازې ۱۵ وینټیلټرې دي او ډاکټران حفاظتي سامانونه نه لري.

له سیمې د واکمن تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې ډاکټر حیدر علي وايي حکومت له ضلعې انتظامیې سره په شریکه کار کوي او هڅه کوي چې د هسپتالونو او ډاکترانو ستونځې هواری کړي . نوموړی وايي په دې کې تر ټولو مهم کردار د خلکو دی چې د روغتیا اصول عملي کړي او دا وایرس جدي واخلي.

ډاکټر حیدرعلي وویل د وزیراعظم په وینا په سیمه کې د کوروناځپلیو خلکو نومونه لیکل کېږي او چې کله دغه فهرستونه تیار شي نو مرستې به ورسره کېږي.

په سوات کې چارواکي وايي، تر دې دمه دغلته په ۱۱۸ کسانو کې د کورونا وایرس علامتونه موندل شويدي چې له معاینې وروستو په ۱۲ کسانو کې د وایرس تصدیق شوی دی او د ۳۰ نورو د معاینو نتیجې لا نه دي رارسېدلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG