د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا ضد واکسین ټولې نړۍ ته رسول به کلونه واخلي: ساینسپوه سلمان


ملک سلمان
ملک سلمان

د کورونا وایرس له وجې په ټوله نړی کې په زرګونه خلک مړه شوي دي چې لوی شمېر یې په چین، ایټالیه، سپېن، امریکا او فرانس کې مخې ته راغلی دی.

د فرانس په مونټ پیلیر ښار کې په انسټیټیوټ اف هیومن جینیټکس کې په جینیټکس او ایپي جینیټکس کې پي ایچ ډي کونکی ملک سلمان شهزاده وایي که څه هم ساینسدانان د کورونا وایرس د واکسین پر جوړولو بوخت دي، خو د دغه واکسین جوړېدل او بیا په ټوله نړۍ کې مارکیټ ته راتلل به وخت اخلي.

د ملک سلمان په خبره لومړی هر واکسین پر ځناورو ټېسټ کېږي چې پر دوی کار کوي که نه. او له دې وروسته دا کلینیکل تجربې ته راوځي، چې دغه څه نا څه د پنځو نه تر شپږو کالو پورې وخت اخلي.

د خیبر پښتونخوا د دیر سیمې ملک سلمان چې دا وخت په فرانس کې دی وایي په دغه هېواد کې هم د کرونا له وجې په زرګونو کسان مړه شول او دی پخپله هم په دغو بیړنیو حالاتو کې کار کوي او د کورونا له وجې یې ډېر مړي هم تر سترګو تېر شوي دي.

نوموړی وایي د کورونا وبا له وجې په نړۍ کې تر اوسه د زیات عمر خلک مړه شوي دي، دا ځکه چې د دغو کسانو مدافعتي نظام کمزوری شوی وو. دی زیاتوي ډېری مړي په اټلي کې شوي.

ملک سلمان پر خپل یوټیوب چېنل د کورونا وبا په اړه مالومات شریکوي.

ملک سلمان وايي د کورونا وایرس فیملي پر پخوانیو وایرسونو د ګرم موسم اثر وو خو د دې وایرس د موجوده شکل په اړه لا هم دا مالومات نشته چې ګنې د دې وایرس اثر به په ګرم موسم کې کم او یا ختم شي، دا ځکه چې په ځینو ګرمو هېوادونو کې دا وایرس لا هم په تېزۍ خورېږي.

ملک سلمان وایي باید خلک د دې وایرس د مخنیوي پر ټولو خبرو عمل وکړي او په دې وخت کې چې دې اوس د یوې وبا شکل اخېستی نو ځانونه دې تر کورونو پورې محدوده کړي، مولونه (ماسکونه) دې وهي، لاسونه دې په صابون وینځي.

نوموړی دا هم وایي په دې خبرو کې هېڅ حقیقت نشته چې ګني دا وایرس چین او یا امریکا جوړ کړی دی بلکې د مختلفو څېړنو نه دا ثابته شوې ده چې دا قدرتي پیدا شوی دې چې اوس یې په ټوله نړۍ کې د وبا شکل اخیستی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د کورونا له وجې په اېټالیا کې تر یو لاک زیات کسان متاثره شوي او د اپرېل تر دوهمې نېټې پورې پکې ۱۳۹۰۰ کسان مړه شوي دي.

پوهان وايي، ایټالیې دې ناروغۍ ته ډېر وروسته او ناکافي غبرګون وښود خو ځینې دا هم وایي په دغه هېواد کې د بوډاګانو شمېره زیاته ده نو ځکه پکې زیات مرګونه هم مخې ته راغلل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG