د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: 'پاکستان کې دې د وړو جرمونو بندیان پرېښودل شي'


د پېښور زندان دننه د بندیانو کوټه
د پېښور زندان دننه د بندیانو کوټه

د پاکستان سپريم کورټ او های کورټ دواړه د اپريل پر شپږمه له جيلونو په معمولي جرمونو کې د قیديانو د خوشې کولو په درخواست اورېدنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او نړۍ کې د بشري حقونو فعالانو او سازمانونو وېلي دي چې په پاکستان کې زندانونه د کرونا وایرس د خورېدو مرکزونه جوړېدلی شي. د بشري حقونو فعالانو له پاکستانه غوښتي چې په جيلونو کې د قیدیانو شمېر د کمولو لپاره هغه کسان له جېلونو خوشي کړي چې په ممعمولي جرمونو کې ککړ دي.

د پېښور های کورټ وکيل او د قیدیانو د حقونو مبارز شبير حسېن ګيګياڼي نن زیارت/پنجشنبه مشال رېډيو ته وويل په پېښور های کورټ کې يې درخواست جمع کړی چې له جيلونو هغه کسانو خوشي کړي چې په معمولي جرمونو کې ککړ دي او عمرونه يې ډېر کم يا ډېر زيات دي، سخت ناروغه دي او ښځې دي .

نوموړی وايي دا وړانديز يوازې د ده نه بلکې د پېښور های کورټ او اسلام اباد عدالت په ګډون د يو شمېر عدالتونو هم دی. ګيګياڼي وايي د کورنا وبا تر خپرېدو وروسته د پېښور های کورټ دوو ججانو د خېبر پښتونخوا د مختلفو جيلونو تر دورې وروسته تېره ورځ ياد عدالت ته وويل چې په جيلونو کې د قیدیانو شمېر زيات دی او که د کورونا وايرس يو قېدي ته ولګېدو نو بيا يې مخنيوی ګران دی: (( دې ججانو عدالت ته وويل چې په جيلونو کې د قیديانو د ملاستې ځای هم نشته نو دوی به څنګه له کورونا وايرسه د بچ کېدو لپاره خپل منځ کې دوه مېټره فاصله وساتي. نوښار جېل د ۱۳۰ قیدیانو لپاره دی خوهلته کې دا وخت ۵۰۰ کسان بنديوان دي . دوی پوره ماسکونه او سنېټايزر نلري))

همداراز څرګندونې د بښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل هم په خپل ورستي راپور کې کړې او وېلي دي چې د پاکستان په جېلونو کې ګڼه وي او خلک د یو بل نه لرې نشي پاتې کېدلی او صفايي پکې هم په سمه توګه نه کيږي نو ځکه پکې د کورونا ناروغۍ د خورېدو امکان ډیر دی.دا خت په پاکستان کې د قیدیانو شمیره د ۷۷۰۰۰ نه زیاته ده.د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هم د مارچ په ۲۱ مه ويلي وو چې له پاکستاينو جېلونو دې د هغه کسانو په خوشې کولو غور وشي چې په معمولي جرمونو کې ککړي دي .

د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ډاکټر عبدالواحد نن د زیارت ورځمشال رېډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا په جېلونو کې د قیدیانو شمېر زيات او د صحت اسانتياوې کمې دي . نوموړي زياتوي چې ترڅو په جېل کې وايرس موجود وي نو هغه د بهر خلکو لپاره ممکنه خطر دی:

((د جېل په يو بارک کې ګڼ کسان وي نو که په دوي که يو کس ته د کورونا وايرس ولګېدو نو نورو ته دېر په اسانه خورېدای شي. بيا چې کوم پوليس،صفايې واله،ډاکټران يا د جېل نوره عمله چې له قیدیانو سره يې رابطه وي نو له هغو هم دغه وايرس بهر خلکو ته رسېدای شي.))

خو د خېبر پښتونخوا حکومت د جېلونو څانګې ځانګړي معاون تاج محمدد اپرېل پر دوهمه مشال رېډيو ته وويل دوي دا مني چې د خېبر پښتونخوا په ځينو جيلونو کې د قیدیانو شمېر زيات دی خو د کورونا وايرس د مخنيوي په هدف يې کوټلي ګامونه پورته کړي او تر دې دمه يو قېدي هم په کورونا نه دی اخته شوی: ''ړومبی کار موږ دا وکړ چې له قيديانو سره مو د بهر خلکو په ملاقات بنديز ولګوو. ټولو قیدیانو ته مو سنېټايزر او ماسکونه ورکړل. او دا پوهاوی مو ورکړ چې لاسونه تر شل سيکنډه پورې په صابن وينځئ او سخه لاس خولې،پوزې او سترګو له مه وړئ، په اسپتالونو کې مو قرنطين مرکزونه جوړ کړي.''

د خېبر پښتونخوا د حکومت د جېلونو څانګې ځانګړي معاون تاج محمد زياتوي که څه هم په ځينو جيلونو کې د قیدیانو شمېر زيات دی او د قیدیانو په منځ کې د دوه ميټره فاصلې ساتل ګران دي خو دوی د شبير ګېګېاني او ځينو عدالتونو پر دې غوښتنه څه نشي وېلی چې په جيلونو کې د قیدیانو شمېر کمولو لپاره دې هغه کسان له جيلونو خوشې کړل شي چې په معمولي جرمونو کې قېد دي.دا په داسې حال کې ده چې د امريکا غږ راډيو د مارچ په ۲۴ مه خبر ورکړ چې د لاهور په زندان کې کرونا دلاسه مړ تن د اټلي نه پاکستان ته لېږل شوی و.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG