د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د کورونا مخنيوي پلان اعلان کړ


د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو مشر، انتونیو ګوتيریش د مارچ په يودېرشمه ويلي که دا پلان عملي شي نو هيله لري چې د کورونا وایرس ته به شکست ورکړي.

د ملګرو ملتونو پر ويب سايټ خپاره شوي دې پلان کې راغلي چې کورونا وایرس د نړۍ د بېلابېلو سيمو خلک يو شان ځپلي نو ضروري ده چې يو هم آهنګه غبرګون ورته وښودل شي. ګوتيریش پر شتمنو هېوادونو غږ کړی چې د غريبو او مخ پر ودې هېوادونو سره لاس يو کړي تر څو کورونا وایرس له نور خورېدو منع کړل شي.

د ملګرو ملتونو په پلان کې همداراز غږ شوی چې ملکونه يو داسې روغتيايي سيسټم ته ضرورت لري چې په هغه کې د کورونا وایرس تشخیص، درملنه او په روغتونو کې د مریضانو بسترولو په سمه توګه وشي. په دې پلان کې زياته شوې چې ولسونه دې د خپلو حکومتونو سره ملاتړي شي او د روغتيايي ادارو سلا مشورې دې ټينګې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو مشر، انتونيو ګوتیریش همداراز زياته کړې چې د کورونا وایرس ضد دې پلان کې په دې خبره ټينګار شوی چې د هغو خلکو ژغورنې لپاره دې ډېر کار وشي چې دا وايرس یې ژوند ته ډېر خطر پېښوي. په دې کې د ډېر عمر او همداراز د سختو ناروغيوو درلودونکي خلک شامل دي. ډاکټرانو ويلي چې کورونا وايرس تر ډېره هغه خلک وژلي چې کېنسر، شکره یا شوګر، سابندي او د فشار یا بلډ پريشر ناروغۍ يې درلودې. خو د روغتيا نړيوالې ادارې زياته کړې چې د دې مانا دا نه ده چې دا وايرس پر ځوانانو اثر نه کوي.

د ملګرو ملتونو له خوا د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره خپاره شوي پلان کې ويل شوي چې د دې وایرس له وجې به نړۍ په ۲۰۲۰ کال کې سخته اقتصادي ضربه وويني. د دوی په خبره ښايي له پنځو ميليونو څخه تر شلو ميليونو پورې خلک دندې له لاسه ورکړي. همداراز به تجارت له شلو څخه تر دېرشو فېصدو پورې کم شي. له دې امله به نړۍ ښايي درې اعشاريه څلور ټريلينه ډالر نقصان وکړي. ملګرو ملتونو ويلي دې ته په کتو سربه بايد نړۍ لاسونه سره يو کړي او د کورونا وایرس د ختمولو لپاره ټينګ ګامونه واخلي.

ملګري ملتونه وايي خلک دې يو له بله فاصله وساتي، لاسونه دې ژر ژر په صابن ومينځي او له کوره دې ډېر نه ووځي. د کورونا وایرس نښې زکام، ټوخی او تبه دي. دا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر مياشت کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او اوس په نړۍ کې خپور شوی دی. د اپرېل ترې لومړۍ نېټې پورې پرې لکونه خلک اخته او په زرګونو نور ترې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG