د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې د کورونا اخته کسانو شمېر تر اته نیم لکو واوښتل


په نړۍ کې د کورونا له کبله ۴۲ زره مړه شوي دي.
په نړۍ کې د کورونا له کبله ۴۲ زره مړه شوي دي.

په امریکا کې په کرونا وایرس د مړو شویو کسانو شمېر نن په داسې حال کې تر څلور زرو واوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته وویل شول چې لا سختې ورځې په مخکې دي او ښايي یو لک امریکایان په دې وایرس ومري.

د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر اوسه په امریکا کې په دې ناروغۍ ۴ زره ۷۶ تنه مړه شوي او نېږدې یو لک او ۹۰ زره پرې اخته شوي دي.

چې دا په دې وایرس د اخته کسانو د شمېر له نظره تر ټولو زیات دی، خو د مړینو له نظره په ایټالیا کې ډېر خلک په کورونا وایرس مړه شوي دي.

ایټالیا
ایټالیا

د امریکا حکومت د لویو ښارونو په لمنو کې موقتي روغتونونه جوړوي چې د کورونا په وایرس له اخته کسانو سره مرسته وکړي.

په عین حال کې روغتیايي مسولان اټکل کوي چې په راتلونکو اوونیو کې به وضعیت لا ډېر خراب شي.

د نیویارک ښار مرکزي برخې په سنترل پارک کې د کورونا وایرس موقتي روغتون جوړ شوی.

همداراز د امریکا پوځ سمندري ځواک د زرو بسترونو سیار روغتون د نیویارک ساحل ته رسولی او ژر به ناروغان پکې بستري شي.

نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کورونا ځپلی ښار دی.

نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی ښار دی
نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی ښار دی

فریزر لرونکي موټر په ښار کې ګرځي چې مړي سمدستي انتقال کړي.

نیویارک ښار له نورو ښارونو څخه اضافي امبولانسونه رانیولي او همداراز یې نور طبي کارکوونکي ګومارلي دي.

په نیویارک ښار کې تر اوسه پورې په کورونا وایرس یو زر او ۷۰۰ تنه مړه شوي او له همدې امله په امریکا کې د کورونا وایرس مرکز بلل کېږي.

د امریکا روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې که د دغه هېواد خلک له یو بل سره له راشه درشه او نېږدې تماس څخه لاس وانه‌ خلي، نو ممکن په دې هېواد کې حتی ۲ لکه ۴۰ زره تنه ومري.

دوی پر خلکو غږ کړی چې له کورونو راونه‌وځي او وخت یوازې په کور کې تېر کړي.

په نړۍ کې تر اوسه تر اته نیم لکو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۴۲ زره ډېر ورڅخه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په ایټالیا او اسپانیا کې مړه شوي دي.

په نړۍ کې په کورونا د ټولو مړه شویو کسانو نیمايي یوازې په ایټالیا او اسپانیا پورې تړاو لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG