د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د کورونا مړي تر څلور زرو کسانو واوښتل


له کورونا وایرس پس په امریکا کې بې کوره خلک په بڼونو او د لوبو ډګرونو کې په لنډمهالې توګه ساتل کېږي

په امریکا کې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېره نن چهارشنبه له څلورو زرو کسانو واوښته.

یوه ورځ دمخه امریکایي چارواکو خپل ولس ته وویل چې د یو څو "ډېرو دردناکو" اوونیو لپاره تیاری ونیسي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرو په اساس په امریکا کې یو لک او ۹۰ زره کسان کورونا ویروس لري.

د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي


په نیویارک ښار کې چې تر نورو سیمو ډېره د کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) ځپلی د ناروغانو د درملنې لپاره په مرکزي پارک او د ټېنس په میدانونو کې موقتي روغتونونه جوړ شوي دي.

د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي.

په امریکا کې د کورونا وړجنو شمېر تر ټولې نړۍ زیات دی.

دې ویروس په ګرده نړۍ کې تر اته لکه او ۶۰ زره کسان نیولي او د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.

ډېر مړي په ایټالیا کې دي چې هلته‌ یې شمېر ۱۲ نیمو زرو ته رسېدلی، ورپسې په اسپانیا کې اته نیم زره خلک د کرونا ویروس مړه کړي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG