د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا د سوات هوټلونو کاروبار په ټپه درولی


انځور ارشیف
انځور ارشیف

په سوات کې د هوټلونو اتحادیې مشران وايي چې د کورونا وایرس وبا له خوریدو سره يې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې هوټلونه تړلي پراته دي چې له کبله يې دوی له مالي تاوانونو سره مخامخ شوي دي.

د اتحادیې مشر حاجې ذاهد خان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوي کاروبارونه نه کوي خو بیا هم د بجلۍ اوبو او ګیس بلونه او کارمندانو ته تنخواګانې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه تمه نه کوي، چې دا کال به ډېر خلک د سیل او وساعتېري لپاره سوات ولاړ شي.

حاجې ذاهد خان زیاتوي له وړاندې سیلابونو ، ترهه ګرۍ او پوځي عملیاتو یې کاروبارونو ته لوی تاوان رسولی خو که چیرې اوس د کورونا بحران وغځېږې او حکومت ورسره مرستې ونکړي، نو په زرګونو خلک به روزګارونه وبایلي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې حکومت دې د بهرنیو مالي مرستو ډېره برخه د کاروبارونو او صنعتونو په وده خرڅ کړي.

بلخوا د چاپیریال د چارو پوهان وايي چې د کورونا وایرس د مخنیوي په اړ کې د روانو ګامونو په نتیجه کې خلک د خپلو کورونو پوری محدود شوي دي او په قدرتي وسیلو فشار کم شوی دی.

په سوات کې د چاپیریال او پرمختیا د چارو پوهـ شوکت شرار وايي، دا ځل خلک په کورونو کې تنګ شوي او که چیرې دا وبا قابو شوه نو په ډیر لوي شمیر کې به سوات ته راځي، خو باید یو ځل بیا د سیندونو او ځنګلونو د خیچنوالي نه ډډه وکړي.

وزیراعظم عمران خان د مارچ پر۳۰ مه ولس ته په خپله ټیليویژني وینا کې وویل چې له کورونا سره د تړلو ستونزو د جاج او هواري لپاره يې هلې ځلې پیل کړي دي او پریکړه يې کړی چې د پاکستان سټیټ بانک به هغه صنعتونو ته په اسانو شرطونو قرضې ورکوي چې خپل ملازمین له روزګاره نه وباسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG