د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د کورونا وایرس نوې څپې بهرنیان ځپي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د برتانیا ګارډين ورځپاڼه ليکي چين ادعا کوي هېواد ته يې د کورونا نوي کېسونه له نورو هېوادونو ورغلی دی.

چين په دې لټه کې دی چې په دا قسمه تورونو لګولو سره له ځانه د کورونه خپرولو زمه واري لرې کړياو د دوی د سمندرخوړو منډۍ بندې نه شي. خو د رسمي شمېرو له مخې نوي فيصده د کورونا وايرس نورو هېوادونو ته وړونکي چينايان دي. ورځپانه ليکي د چينايي صحت چارواکو لخوا د يادې پروپېګنډې وروسته په چين کې د بهرايانو ژوند مشکل شوی دی. بهرنيان رسټورنټونو، دکانونو، ورزشګاوو او هوټلونو ته نه پرېښودل کېږي او چاڼ (سکريننګ) يې هم زيات شوی دی. پر دې سربيره د ځاي خلکو رويه هم له بهرنيانوسره بدله شوې او هغوی اوس له ولسي ځايونو ډډه کوي. په شنګهای کې يو بهرنی وګړی، درې ديرش کلن انډريو هوبي وايي ((زه چې کله روان يم او څوک زما شنې سترګې وويني يعنې هغه ته مالومه شي چې زه بهرنی يم نو زر رانه پرشا شي)).

د چين حکومت لخوا پر بهرنيانو د کورونا وايرس خپرولو تورونو سره په چينايانو کې د بهرنيانو پرضد نفرت سېوا کيږي. ورځپاڼه ليکي يو امريکايي له نورو بهرنيانو سره د بيجېنګ په يو پارک کې روان وو خو چې يوې ښځې وليدو نو زر يې خپل بچی په غېږ کې روانيوو او منډه يې کړه. ځينې بيا وايي چينايان د دوی لپاره د ((بهرني ډېران يا ګند)) ټکي کاره وي. همدارازيوې وېبپاڼې مقاله خپره کړې وه چې سر ليک يې وو (محتاط اوسئ دوايم وار به له بهرني ډېرانه وبا پېليږي.)

ګارډين ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې چين عادي حالت ته روان دی نو چارواکي يې هڅه کوي له بهرانيانو دوی ته د کورونا وايرس ونه لګي.چين ادعا کوي چې په دې وروستيو اووه ورځو کې په ځاي کچه د کورونا د منتقل کېدو يوازې اووهکېسونه مخې ته راغلي دي خو نور په لسګونه ورته له بهره ورغلي دي. د تېر زيارت پر ورځ چارواکو وېلي وو چې له بهره ورته ټول ۵۹۵ د کورونا کېسونه ورغلي چې زياتره يې د برتانيه وو. خو څارونکي وايي د چين لخوا په بهرنيو کورونا کېسونو تمرکز کولو سره د بهرنيانو ضد په چين کې نفرت زياتيږي.

په بجېنګ کې يو امريکايي تاريخ پوه جرميه جېن وايي چې کله حکومتي رسنۍ په خپل رپورټنګ کې وايي چې دا بهرانی وايرس دی نو د دې منفي اثر وي. نوموړی وايي که په چين کې بيا د کورونا کېسونه زيات شول نو زمه واري به يې په بهرنيانو اچول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG