د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ته له بهره ورغلي ۴۸ تنه کورونا وهلي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

چين نن ( د مارچ په ۳۱مه) د کورونا وايرس د نويو وړجنو زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکړې چې په تېرو څلورو ورځو کې په دغه هېواد کې د دې وايرس له وجې د متاثره شويو کسانو شمير کې کمې راغلې وو.

په عین حال کې په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس له وجې د متاثره شويو کسانو شمير زيات شوی دی.

د کرونا وایرس کېسونه اول د تېر کال په ډسمبر کې د چين په ووهان ښار کې مخې ته راغلي وو. چین وايي د وايرس ټولې نوې پیښې له بهره هېواد ته وروړل شوي دي.

بلخوا په امريکا کې د کورونا وایرس کېسونوشمیر تر یو لاک څلور شپېته زره ۱۶۴۰۰۰زيات شوی دی. امریکا د کورونا وايرس کره شمېر مالومولو لپاره تېسټونه زیات کړي دي.

د چین روغتیا کمېشن په یوه بیان کې ویلي چې د مارچ په ۳۱مه د کورونا وايرس نوي اته څلوېښت ۴۸ کيسونه له بهره راوړل شوي دي .

د کمېشن د تازه راپور ترمخه د هوبې صوبې په ووهان ښار کې د کورونا وايرس له وجې يو کس مړ شوی.

کارپوهان د چین دعوو ته د شک په سترګه ګوري ځکه چې ځایي رسنۍ په پراخه کچه د حکومت تر څارنې لاندې دي او خبرونه يې سېنسر کېږي. بلخوا په هېواد کې د بهرنیو رسنیو لاسرسې محدود شوی دی.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم په ټوله نړۍ کې د نوي وایرس (COVID-19) څخه اووه دیرش زره شپږ سوه اته دېرش ۳۷۶۳۸ کسان مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس شاوخوا اووه لاکه شپږ اتیا زره ۷۸۶۰۰۰ کيسونه مخې ته راغلي

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG