د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عالمګیر وزیر ضمانت وشو


عالمګیر وزیر
عالمګیر وزیر

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر ۳۰مه، د عالمګیر وزیر ضمانت منظور کړ. نوموړی د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر وراره دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او قامي اسمبلۍ غړي،‌ علي وزير د مارچ په ۳۰مه مشال راډیو ته د خپل وراره د ضمانت پخلی وکړ. خو هغه زياته کړه چې نوموړی لار تر اوسه د لاهور په سنټرل جېل کې دی او معلومه نه ده چې کله به خوشي شي.‌

پر عالمګیر وزیر تور و چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۲۹مه نېټه یې په لاهور کې د ریاست خلاف تقریر کړی و. کله چې نوموړی دغه مهال ونيول شو نو ځای ځایکې یې نه وو معلوم.‌ له همدې کبله یې ملګرو ويل چې نوموړی د امنيتي ځواکونو له خوا تښتول شوی دی.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د عالمګیر وزير په غېبولو ژوره اندېښنه ښودلې وه. د بشري حقونو کمېشن په بیان کې راغلي وو چې له پوهنتونه د یوه کس ورکېدل د "خپګان" وړ خبره ده.

کمېشن د دیسمبر پر لومړۍ پر ټوېټر بیان پر داسې وخت خپور کړ چې د نوموړي د ورکېدو ضد په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو سازمان شپې مهال او د ډېسېمبر لومړۍ پر سهار احتجاج کړی دی.

د لاهور د اقبال ټاون د پولیسو مشر اجمل خان شپې ناوخته ډان ورځپاڼې ته وویل چې د وزیر د ورکېدو په اړه یې پرچه لیکلې او موضوع څېړي. خو وروسته معلومه شوه چې هغه د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG