د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا د قمبرخېلو خلکو احتجاج ختم شو


د خیبر انتظامي چارواکي وایي د تیرا برقمبر خلکو د مارچ د ۲۸مې په ماښام خپل احتجاج ختم کړی دی.

ځايی خلکو د دوو ورځو لپاره پرله پسې احتجاج وکړ او له حکومته یې د دوو ځايی ماشومانو د قاتلانو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

دا احتجاج د مارچ پر ۲۷مه وروسته له هغې پیل شوی و چې د یو ځايي اوسیدونکي شفیق دوه زامن په یوه کوهي کې مړه وموندل شول. کورنۍ یې وايي، هغوی مارچ له اوومې نېټې راهېسې ورک ول.

امنیتي ځواکونو او د قامي مشرانو ترمنځ د مارچ پر ۲۸مه نېټه یوه جرګه وشوه چې په نتیجه کې یې خلکو خپل احتجاج ختم کړ. همدا رنګه دواړه ماشومان او یو ځايي کس چې د مظاهرې د خورولو پر مهال د پولیسو پر ډزو لګېدلی وو، خاورو ته وسپارل شول.

قامي مشرانو غوښتنه کوله چې وژل شوي کس ته دې د شهید پیکیج له مخې مرسته ورکړل شي. هغوی د ماشومانو وژونکیو ته چې یو یې یو ځايي ملا مغل شاه او د هغه زوی احسان دي، د سختې سزا د ورکولو غوښتنه هم وکړه.

چارواکو جرګې ته باور ورکړ چې غوښتنې به یې ومنل شي. د تیرا قمبرخېلو اوسیدونکیو د قاتلانو کورونه هم د مارچ پر ۲۷مه نېټه سوزولي ول.

پولیس وایي، د فاټا په خیبر پښتونخوا کې تر ګډیدو وروسته، د خپل نوعیت دا درېیمه پیښه ده چې پولیس یی تحقیقات کوي.

په پاکستان کې په ورته ډول د ماشومانو د تښتولو او بیا یې د وژل کېدو پېښې تر دې وړاندې هم ډېرې زیاتې مخې ته راغلي چې د خلکو او مدني ټولنو اندېښنې یې را پارولې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG