د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد قیصر: د کورونا مخنیوي لپاره شریک کار پکار دی


اسد قیصر وايي، په موجوده حالاتو کې د سیاست پر ځای ټولو ګوندونو ته په شریکه د کار کولو ضرورت دی.
اسد قیصر وايي، په موجوده حالاتو کې د سیاست پر ځای ټولو ګوندونو ته په شریکه د کار کولو ضرورت دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر وايي،‌ په موجوده بیړنیو حالاتو کې په شريکه د کار کولو لپاره د حکومت او د اپوزیشن ګوندونو د یو ځای کولو لپاره کوششونه کوي او د ټولو ګوندونو يوه ګډه کميټي يې جوړه کړې ده.‌

اسد قيصر د مارچ په ۲۷مه،‌ مشال راډيو ته وويل، څو ورځي وړاندې یې غونډه بللي وه چې ورته وزيراعظم عمران خان وينا وکړه خو اپوزیشن مشر شهباز شريف له هغې غونډې واک اوټ وکړ.

نوموړي وویل چې په موجوده حالاتو کې د سیاست پر ځای ټولو ګوندونو ته په شریکه د کار کولو ضرورت دی، څو په دې توګه د کورونا د وبا مخه ونیول شي.

نوموړي زياته کړه:

"سياست به هله وي چې کله دا ملک وي.‌ دا تکليف په هر چا باندې دی، دا په حکومت هم دی او په اپوزیشن هم.‌ دا زما او د ټولو خواهش دی چي‌ په شريکه هلې ځلې وکړو.‌ ما په دې اړه يوه کميټي هم جوړه کړې ده او په هغې کې مې د ټولو ګوندونو استازي‌ شامل کړي‌ دي.‌ د دې مقصد په مشاورت سره کار کول دي."

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر دا څرګندوني په داسي حال کې کړي چې په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې د متاثرينو شمېره له ۱۲۰۰ اوښتې ده.

د اسد قیصر مرکه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG