د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې پارېدلو خلکو د مشکوکو قاتلانو کورونو ته اور واچاوه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر ضلعې چارواکي وايي، په تیرا کې د دوو ماشومانو د جسدونو له موندل کېدو وروسته هلته قبایلي لښکر د هغو کسانو کورونه سوزولي چې پرې هغوی د ماشومانو د وژلو شک لري.

د پولیسو لخوا پر مظاهره کونکیو او پارېدلو خلکو د ډزو په نتیجه کې یو ځايي تن وژل شوی هم دی. پولیس وايي، هغوی د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

دا دوه ماشومان چې یو اووه کلن منصف او بل شپږ کلن اصف دی، دواړه وروڼه دي او د سیمې د یو ځايي اوسیدونکي شفیق خان اولادونه دي.

د خیبر پولیسو د مارچ د ۲۶مې په شپه مشال ريډیو ته وویل چې د تیرا په برقمبر خیلو کې د یوې دیني مدرسې دوه ماشومان ۱۹ ورځې وړاندې ورک شوي وو چې د مارچ پر ۲۶مه يي مړي په یو کوهي کې موندل شوي دي.

د خیبر پولیس وايي، د ماشومانو د جسدونو پوسټ مارټم شوی او جسدونه یې د تیرا بر قمبر خېلو ته استول شوي دي.

د ماشومانو د کورنۍ غړي وایي چې دغه دوه ماشومان د مارچ په اوومه، په تیرا برقمبر خیلو کې له یوې دیني مدرسې کور ته په لاره وو، چې چا تښتولي ول.

په پاکستان کې په ورته ډول د ماشومانو د تښتولو او بیا یې د وژل کېدو پېښې تر دې وړاندې هم ډېرې زیاتې مخې ته راغلي چې د خلکو او مدني ټولنو اندېښنې یې را پارولې دي.

XS
SM
MD
LG