ايټاليه مېشتي پښتانه د کورونا وايرس جدي نيولو لارښوونه کوي
په نړۍ کې له کورونا وايرسه تر ټولو زيات کسان په ايټاليه کې مړه شوي دي. په دغه هېواد کې يوشمېر پښتانه هم مېشت دي چې وايي دا مهال د خپلې روغتيا له پلوه اندېښمن او په سخت وضعيت کې دي. دوی زياتوي، د اېټاليې حکومت ورته تر خپله وسه مرستې رسوي خو د دوی په وينا په هغه هېواد کې يې د پاکستان سفارت يې هېڅ پوښتنه نه کوي. اېټاليه مېشتي پښتانه په وطن کې له خپلو خلکو غواړي چې کورونا وايرس جدي ونيسي او د دې د مخنيوي لپاره پر احتياطي تدابيرو ټينګ عمل وکړي. زموږ همکار هارون باچا د اېټاليې په ميلان ښار او شاوخوا کې له مېشتو پښتنو سره خبرې کړې دي.