په ايران کې د مارچ پر ۲۴مه د ۱۲۲ نورو کسانو په مړينې سره په دغه هېواد کې له کرونا وايرسه د مړيو شمېره ۱۹۳۴ ته رسېدلې ده.
د ايران د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور د مارچ پر ۲۴ مه پر دولتي ټېليويژن وويل چې په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۲۴ زره ۸۱۱ ته رسېدلې ده.
د ايران د دولتي خبري اژانس ايرنا په وينا له کورونا وايرسه د دې هېواد د ستر روحاني مشر ايت الله علي خامنه يي د زوی خواښې هم مړه شوې ده.
په عين حال کې ولسمشر حسن روحاني اعلان کړی چې د وايرس خپرېدو د مخنيوي په خاطر نيمايي سرکاري کارمندان پر کورونو کښېنول شوي.
نوموړي نن [سېشنبه)پر دولتي ټېليويژن په خپله وينا کې وويل چې د بنديانو موقتي خلاصون به د اپرېل تر پايه غځول کېږي. ايراني چارواکو د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته د مارچ پر نهمه شاوخوا ۷۰ زره بنديان په موقتي ډول خوشي کړل.
د فېسبوک تبصرې