د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او طالبانو د اړیکو لوړو ژورو ته کتنه


زلمی خلیزاد او ملا غني برادر د سولې تړون پر مهال(ارشېف)
زلمی خلیزاد او ملا غني برادر د سولې تړون پر مهال(ارشېف)

د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې امریکايي شرکت یوناکال هڅه وکړه چې له طالبانو سره د ګازو د پایپ لاین توافق تر لاسه کړي.

دا لومړی ځل وو چې امریکایانو د طالبانو له سخت دريځه رژیم سره د سوداګرۍ هڅه کړې وه. نړیوالې ټولنې دا رژیم په رسمیت نه پېژانده.

په ۱۹۹۷م کال کې یوناکال حتی لوړپوړي طالب غړي د امریکا ټکساس ایالت ته بوتلل او ورسره د یوه توافق هڅه وکړه.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا اوسني استازي زلمي خلیلزاد په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن د دورې پر مهال د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې دنده تر سره کړې وه او په ۹۷م زکال کې د دې شرکت سلاکار وو.

دا شرکت اوس فعالیت نه کوي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

خلیلزاد له طالبانو سره د ټکساس په مرکزي ښار هیوسټن کې ولیدل او په علني توګه یې هغه مهال د دې افراطي ډلې ملاتړ وکړ.

ده په ۱۹۹۶م کال کې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ولیکل: طالبان د امریکا پر ضد هغسي اسلامي سخت دريځي نه عملي کوي لکه ایران چې يې کوي – دوی د سعودي غوندي دي.

په ۱۹۹۸م زکال کې د پایپ لاین په اړه مذاکرات هغه مهال ناکامه شول چې القاعده شبکې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو حملې وکړې.

د اسامه په مشرۍ دغې تروریستي ډلې له سوډانه افغانستان ته کډه وکړه او هلته یې له طالبانو سره خوندي ځایونه وموندل.

ناببره طالبان د امریکا له اقتصادي شریکانو څخه په نړیواله منفوره ډله بدل او د امریکا له اقتصادي بندیزونو او هوايي عملیاتو سره مخامخ شول.

نومیر ۱۹۹۶م زکال کې کابل کې يو طالب يو کس د لمانځه لپاره جومات ته په زوره بوزدي(ارشېف)
نومیر ۱۹۹۶م زکال کې کابل کې يو طالب يو کس د لمانځه لپاره جومات ته په زوره بوزدي(ارشېف)

خو اوس له ۱۹ کلونو خونړۍ جګړې وروسته طالبانو د امریکا د احتمالي ملګري په توګه یو ځل بیا خپل ځای موندلی.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر۲۹مه نېټه یوه موافقه لاسلیک کړه چې هدف یې په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودل بلل شوی.

دا موافقه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته یو مهالوېش ټاکي او په بدل کې له طالبانو د امنیتي په برخه او له افغان حکومت سره د سیاسي جوړجاړي په برخه کې د خبرو ژمنې غواړي. طالبانو تر اوسه دا ژمنې نه دي عملي کړي.

طالبانو ویلي د ښځو حقونه به خوندي وساتي خو یوازي هغه مهال چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سرغړونه نه وي. شیننونکي وايي د دوی دا خبره په دې مانا ده چې ګواکي په تیرو اتلسو کلونو کې د ښځو یو شمېر تر لاسه کړي حقونه به کم کړي.

ډېری افغانان د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ايښودو لپاره د مذاکراتو له لارې د یوه حل ملاتړ کوي خو نه په هره بیه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG