د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر روحاني: که بنديزونه ليرې شي د کورونا مقابله کولای شو


ولسمشر حسن روحاني (ارشېف)
ولسمشر حسن روحاني (ارشېف)

د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي،که امريکا د ايران سره د کورونا وايرس د مخنيوي لړ کې مرسته کول غواړي نو لګولي بنديزونه دې ليرې کړي.

د مارچ پر ۲۳مه په سرکاي ټيليويژن کړې وينا کې هغه وويل که بندېزونه ليرې شي نو ايران د کورونا مقابله کولای شي.

تر ننه (دوشنبې) پورې په ايران کې کورونا وايرس ۱۸۱۲ کسان وژلي اړ ۳۲ زره کسان يې ناروغه کړي دي.

تر دې مخکې امريکا ويلي وو چې ايران سره په انساني بنيادونو مرستې ته تیار دی.

جان هاپکينز پوهنتون چې د کورونا وايرس اړوندې شمېرې ساتي، ليکلي چې په ټوله نړۍ کې د مارچ تر ۲۳مې پورې له دې وايرسه د وژل شوو شمېر ۱۴۷۶۵ او په وايرس د اخته شویو شمېر ۳۴۱۰۰۰ ته رسېدلی دی او ۹۸۸۶۹ ځينې جوړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG