د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر سره لیده کاته کړي‌


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ملاقات پر مهال
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ملاقات پر مهال

پراګ - د امريکا د بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ پر ۲۳مه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیده کاته وکړل.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو پر امنيتي او سياسي حالاتو خبرې وکړې.

مایک پومپيو د افغانستان له پخواني اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

پومپيو په داسې حال کې کابل ته تللی چې د مارچ پر ۲۲مه د امريکا په منځګړتوب طالبانو د افغان حکومت له استازو سره د بنديانو د تبادلې پر مسله پر سکايپ دوه نيم ساعته خبرې کړې وې.

تر اوسه په رسمي‌ توګه د مایک پومپیو ددې سفر د هدف په اړه څه نه دي‌ ویل شوي‌ خو دده دا بېړنی سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون د چارو د پر مخ وړلو هڅه بلل شوې ده.

د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا دفتر د مارچ پر ۲۲مه په یو اعلامیه کې وویل چې "په دې لیدنه کې ټولو خواوو د افغانانو پرضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې."

اعلامیه زیاتوي‌ چې په دې دوه نیم ساعته خبرو اترو کې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات سره شریک کړل چې د بندیانو خلاصون ته مناسب چاپیریال رامنځ ته شي.

ویل شوي‌ چې په دې غونده کې د امریکا او قطر استازو هم ګډون درلود.

د بنديانو خوشي کول د امريکې او طالبانو تر منځ تېره مياشت شوي تړون برخه ده خو افغان حکومت ويلي چې دا بنديان به تر هغې پرېنږدي تر څو طالبان په تشدد کې د واضح کمي او د خوشي کېدونکو کسان د جنګونو نه کولو ډاډ ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دا لومړنۍ خبرې د تلپاتي امن راوستلو لپاره ډېرې مهمې بولي.

د دې شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا کنفرانس د ستایلو وړ دی.

نوموړي‌ زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې دا هم ویل شوي چې د تشدد کمولو مسلې یا د مسایلو د حل لپاره د لارو پر موندلو به د افغانانو په خپلمنځي‌ خبرو اترو کې بحث کېږي.

د قاضي محمد امین وقاد په وینا ، دا په دې معنی ده چې دواړو لورو د افغانانو پر خپلمنځي‌ مذاکراتو هم موافقه سره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي‌ چې په دې وېډیويي کنفرانس کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ټولو اړخونو، د مخامخ خبرو پر پیل، د تلپاتي اوربند پر څرنګوالي او تر خوا یې د زندانیانو د تبادلې پر موضوع بحث شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان کال د فرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شوی وو.

دا په دې معنی ده چې دواړو لورو د افغانانو پر خپلمنځي‌ مذاکراتو هم موافقه سره کړې ده.
قاضي محمد امين

په هغه تړون کې ویل شوي‌ وو چې افغان حکومت به د مارچ تر ۱۰مې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي‌ کوي‌ او په بدل کې به یې هغوي د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ پر نهمه د دویم ځل ولسمشرۍ لوړې کولو وروسته وویل چې د دومره طالب بندیانو خوشي‌ کوول ممکن نه دي.

د هم دې له کبله د افغانانو خپل منځي‌ خبرې پر خپل ټاکلي‌ وخت یعني‌ د مارچ پر ۱۰ مه پیل نه شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG