د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په کورونا وايرس اخته کسانو شمېر ۸۵۰ شو


په پېښور کې يو رضاکار چراثيم ضد دوا پاشي

پراګ: په پاکستان کې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د پنجاب حکومت هم تر دوو اوونيو پورې د صوبې په جزوي توګه د تړلو اعلان کړی دی.

د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار د مارچ پر ۲۳ مه په لاهور کې خبرې غونډې ته وويل چې اېدهي مرکز، واسا، واپډا، ميډيګل سټورونو او د خوراکي توکو دکانونه به خلاص وي او پارکونه او نور ولسي ځايونه به بند وي.

نوموړي زياته کړه چې پر دې د عمل لپاره امنيتي ځواکونه ټول اړين ګامونه اخلي.

عثمان بزادار زياته کړه چې صوبه مکمله نه تړي او نه هم ګرځبندېز لګوي.

اېدهي مرکز، واسا، واپډا، ميډيګل سټورونو او د خوراکي توکو دکانونه به خلاص وي او پارکونه او نور ولسي ځايونه به بند وي.
عثمان بزدار

د پنجاب روغتیا څانګه وايي چې د مارچ پر ۲۳ مه کورونا ۲۱ نور کسان ناروغه کړي دي چې ورسره په دې صوبه کې په وايرس ږ

د اخته کسانو شمېر ۲۴۶ ته ورسېد.

پوځ رابلل شوی

د پاکستان کورونيو چارو وزارت په سرکاري فرمان کې په ټول هېواد کې د ولسي انتظاميې د مرستې لپاره پوځ رابللی دی.

پوځ به د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې خلک اړ کوي چې په حکومتي اقداماتو عمل وکړي.

سيند- کورونا

په سيند صوبه کې هم د چارواکيو په خبره د مارچ پر ۲۳مه نېټه ۴۶ نور کسان په کورنا اخته شوي دي چې ورسره په صوبه کې د وايرس ځپلو شمېر ۴۰۰ ته ورسېد. دا خبره د سيند وزيراعلی د روغتیا چارو کورارډينېټر ميران يوسف کړې ده.

په عين حال کې د سيند صوبايی وزير سعيد غني ويلي چې تر معاينې وروسته مالومه شوې چې هغه هم په کورونا وايرس اخته دی.

نوموړي د مارچ پر ۲۳ مه په ټويټر پاڼه خپره شوې ويډيو کې پر هغو خلکو هم د معاينې کولو غږ وکړ چې دده په وينا ورسره په دې تېرو ورځو کې په رابطه کې پاته شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې هغه په خپله خوښه تر ۱۴ ورځو پورې ځان په خلوت يا قطرنطېن کوي البته سرکاري چارې به له کوره پر مخ وړي.

خيبرپښتونخوا-کورونا

په خيبرپښتونخوا کې د چارواکيو په وينا د مارچ پر ۲۳ مه شپږ نور کسان په کورونا اخته شوي چې له دې سره په وايرس د اخته کسانو شمېر ۳۸ شو.

د خيبرپښتونخوا حکومت د مارچ پر ۲۲مه اعلان کړی وو چې د دوشنبې( مارچ ۲۳مې) به تر درې ورځو پورې د ټولو ضلعو ترمنځ د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بنديز وي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې پوځ راغوښتل شوی دی
په پاکستان کې د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې پوځ راغوښتل شوی دی

په پاکستان کې د مارچ ۲۳مې پورې شاوخوا ۸۵۰ کسان په کورونا وايرس اخته شوي او شپږ ورڅخه مړه شوي دي.

په دې کې درې په خيبرپښتونخوا او يو يو په سيند، بلوچستان او ګلګت بلستان کې مړه شوي دي.

خيبر ضلع-کورونا وایرس

د خيبر قبایلي ضلعې ډپټي کمشنر محمود اسلم وايي، د مارچ ۲۳مې تر سهاره د کورونا نوې پیښه نه ده رپورټ شوې.

نوموړي بیګا مشال رېډیو ته وویل، په خيبر کې د ناروغانو لپاره یې د ۲۵۰ بسترو روغتونونه تیار کړي دي او له بهر هېوادونو ورغلي ۱۱۲ کسان یی تر خپلو کورونو محدود کړي چې پولیس او د روغتیا څانګې کارکوونکي یې څارنه کوي.

په دې ضلع کې د خلکو د پوهاوي لپاره له جوماتونو اعلانونه هم پیل شوي دي.

هد خیبر د روغتیا چارواکي واییي، د مارچ پر ۱۹مه په باړه شلوبر کې په یو ۳۰ کلن ځوان کې د کرونا وایرس تصدیق شوی چې په ترڅ کې یې د هغه کور او کلی تر بندېز یا قرنطين لاندې ساتلی او د سیمې د خلکو طبي معاینه روانه ده.

بلوچستان-کورنا وايرس

په بلوچستتان کې د کورونا وایرس دوه نور ناروغان پیدا شوي دي. له دې سره په یاده صوبه کې د کورونا وهلو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د مارچ ۲۳مې پورې شاوخوا ۸۵۰ کسان په کورونا وايرس اخته شوي او شپږ ورڅخه مړه شوي دي.

دا خبره د بلوچستان چیف سیکتري فضیل اصغر د مارچ پر ۲۳مه په کوټه کې د خبري‌غونډې پر مهال خبریالانو ته وکړه.

فضیل اصغر وویل چې له ایران څخه پاکستان ته د ستنېدونکو زایرینو لپاره په تفتان کې ۵ زره کوټې جوړېږي.

چيک جمهوريت او جرمني

د چیک جمهوریت چارواکي وايي کېدای شي چې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه د اپریل تر ۱۵مې ختم شي.

په دې هېواد کې د مارچ تر ۲۳مې کورنا ۱۱۲۰ کسان ناروغه کړي او یو تن چې عمر یې ۹۵ کاله وو مړ کړی دی.

د جرمني چانسلره انګېلا میرکل هم پس له هغې کوارنټین شوې چې د یو ډاکټر سره یې ملاقات کړی وو او وروسته په هغه کې د کورونا وایرس تصدیق وشو.

په نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر له درې نېم لکو اوښتی او د مارچ تر ۲۳ مې له وايرسه ۱۵ زره کسان مړه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG