د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان د کورونا وایرس مخنيوي لپاره پوځ ورغوښتی دی


په بلوچستان کې د پاکستان سرحدي ځواکونو سرتيري
په بلوچستان کې د پاکستان سرحدي ځواکونو سرتيري

تر سيند صوبې وروسته بلوچستان هم له وفاقي حکومته غوښتي چې د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره دې پوځ ورولېږي.

د بلوچستان حکومت د مارچ په ۲۳مه د کورنيوو چارو وفاقي وزارت ته په يو ليک کې ويلي چې په صوبه کې پر مخ خورېدونکي وايرس د مخنيوي او قانون عملي کولو لپاره پوځ ته اړتيا ده.

په خط کې دا هم ویل شوي چې د پوځ له ورتګ سره به په بلوچستان صوبه کې ایمرجنسي ولګېږي. د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني نن له خلکو هم وغوښتل چې خپلې ذمه وارۍ دې پوره کړي او له کوره دې بهر نه ووځي.

بل پلو، په بلوچستان کې د حکومت لخوا په اعلان شوي لاک ډاون یا کار بندېز عمل پیل شوی او نن د کوټې ښار زیاتره مارکیټونه بند دي. دغه ډول په بازارونو کې ګڼه ګوڼه هم د پخوا په شان نه ده. د سوداګرو د ټولنې ویاند الله داد ترین نن مشال راډیو ته وویل، د کورونا ناروغۍ ترختمېدو پورې به دوکانونه تړلې وي.

ويډيو: ایا بلوچستان د کورونا وایرس مریضانو لپاره کافي سهولتونه لري؟

بلوچستان کې د کورونا زياتېدونکې پېښې او د وسايلو کمی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

تر دې مخکې سيند صوبې هم د پوځ ورلېږلو غوښتنه کړې ده. حکومت دلته ټول کاروباري مرکزونه تړلي دي. د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي ښار کراچۍ کې مارکيټونه بند کړل شوي او له خلکو غوښتنه شوې چې په کورونو کې پاتې شي.

په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې پورې د کورونا وايرس ۶۴۵ مریضان ثبت شوي دي. تر ټولو ډېر مریضان په سيند صوبه کې دي‌ چې شمېر یې ۲۹۲ دی. دلته يو تن له دې وایرسه مړ شوی هم دی. همداراز په بلوچستان کې د کورونا وایرس د مریضانو شمېر ۱۰۴ دی. په پنجاب کې ۵۲، په خېبر پښتونخوا کې ۳۱، په ګلت بلتستان کې ۵۶ او په اسلام اباد کې ۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی.

XS
SM
MD
LG