د افغانستان د زابل والي وايي چې په دې ولايت کې د څو نفوذي کسانو په برید کې ۲۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
رحمت الله یارمل نن [د مارچ پر ۲۰مه] مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار وختي د زابل ولايت مرکز کلات ته نږدې د لویې لارې پر ګډه پوسته شوې ده.
نوموړی وايي، په وژل شويو کې پولیس او د ملي اردو سرتېري شامل دي.
هغه زیاته کړه، فکر کوي برید څلورو نفوذي کسانو کړی چې ټولټال ۲۴ سرتېري په کې وژل شوي دي.
تر دې مخکې د زابل د ولایتي شورا رمشر عطا جان حق بیان ویلي و، په وژل شویو کې د ملي اردو ۱۴ سرتېري او ۱۰ پولیس شامل دي. حق بیان ویلي، څلور امنیتي سرتېري لادرکه دي.
له کله چې د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې، دا پر افغان پوځیانو تر ټولو خونړی بريد بلل کېږي.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د دې بريد مسوليت نه دی منلی.