د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: د یوې پېغلې په جنسي تېرې او وژنه ککړ څلور تنه غرغره



هند: له ډیلي بهر په تهار زندان کې د یوې پېغلې د وژنې او جنسيتېري ککړو ته د زندۍ ورکولو پر مهال هله بهر راټولو خلک له خوښۍ چغې وهي. ۲۰۲۰، ۲۰ مارچ
هند: له ډیلي بهر په تهار زندان کې د یوې پېغلې د وژنې او جنسيتېري ککړو ته د زندۍ ورکولو پر مهال هله بهر راټولو خلک له خوښۍ چغې وهي. ۲۰۲۰، ۲۰ مارچ

هند هغه څلور تنه پر دار کړل چې په ۲۰۱۲ز کال په نوي ډیلي کې په يوه بس کې له یوې پېغلې سره په جنسي تېري او وژنه ګرم ګرځول شوي ول، هغې پېښې په هند کې کورني احتجاجونه راپارولي او نړۍ قهرولې وه.

هندۍ رسنۍ وايي، دا څلور کسان د مارچ پر ۲۰مه سپېدو مهال له پلازمېنې ډیلي بهر تر سخت امنیت لاندې یوه زندان کې زندۍ کړل او پر دغه مهال بهر خلکو له خو شالۍ چغې وهلې.

له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې دا په هند کې لومړنۍ زندۍ دي.

دغه پېغله چې هندي رسنيو ورله د ''نیربايه'' یا نه وېرېودنکې نوم ورکړی وو، ځکه چې د هندي قانون له مخې ځايي میډیا د هغې پېژندګلو نه شي کولی، د ۲۰۱۲م کال د دسمبر په ۱۶مه تر هغه پس د جنسيتېري ښکار شوې وه چې له خپل یوه ملګري سره له سینما څخه کور ته په بس کې پر لار وه چې شپې مهال شپږو کسانو ورسره جنسيتېری وکړ او وروسته یې ووژله.

په دغو شپږو کې یو یې په زندان کې مړ وموندل شو، ښايي ځانوژنه یې کړې وي او یو بل بیا په عمر کم وو چې د هند قانون له مخې د مرګ سزا نه شي ورکول کېدلای.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG