د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان های کورټ: حکومت د کورونا خلاف سم کار نه کوي


پاکستاني سرتيري ماسک پر مخ، د ايران سره پر پوله د ګزمې په حال کې
پاکستاني سرتيري ماسک پر مخ، د ايران سره پر پوله د ګزمې په حال کې

د بلوچستان های کورټ د کورونا وایرس مخنيوي لپاره په دې صوبه کې د مرکزی حکومت کړي کارونه د ډاډ وړ ونه بلل.

د بلوچستان های کورټ چیف جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر احمد نن (د مارچ شپاړسمه) په دې اړه د يو درخواست اورېدنه وکړه او وې ويل چې حکومت په دې لړ کې سم کار نه دی کړی.

های کورټ حکم کړی چې راتلونکې اورېدنې ته دې د صحت سیکريټري راشي او ځواب دې ورکړي. چيف جسټس پوښتلي چې د ايران او افغانستان سره پر پوله د کورونا وایرس مریضانو معلومولو لپاره ځانګړې روغتيايي ډلې ګمارل شوې نو بيا دې وايرس په کوټه کې څنګه خلک وهلي؟

په بلوچستان کې د مارچ تر شپاړمې پورې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر لس دی.‌ حکومت د ايران سره پر پوله روغتيايي ډلې کښېنولې دي او له پاکستانه اخواته وک ورتګ ته نه ورپرېږدي.

بل لور ته نن په ۱۵ مه ورځ هم د افغانستان سره د چمن لاره تړلې ده چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت ودرېدلی دی.‌

پرون مازيګر د بلوچستان مرکز کوټې ته څېرمه په هزار ګنجي کې د کرونا وایرس ناروغانو لپاره ځانګړي مرکز کې هغو زایرنو سخت احتجا ج کړی چي په دې ورستیو کي دایران څخه ورستانه شوي دي.

دوی وايي په دغه مرکز کې سخته یخني ده او د دوی لپاره سهولتونه د نشت برابر دي. دلته نیزدي څلور زره کسان مېشته کړل شوي چې د ۱۴ ورځو موده تېروي.

احتجاج کونکیو د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) په ګاډو د کاڼو ګوزارونه هم وکړل. خو وروسته حکومتي چارواکي او مشران دوی له ورغلل او د زر تر زره د سهولتونو ورکولو ډاډ یې ورکړ.

کورونا وايرس: پاکستان له بازارونو څخه ماسکونه په ورکېدو دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG