د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دفتر ویاند جاوید فېصل د مارچ په پنځلسمه وویل د ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کول یې ځکه وځنډول چې حکومت د طالب قېدیانو لیست ته د بیا کتنې لپاره نور وخت ته اړتیا لري.
طالبانو په دې اړه لا هم څه نه دي ویلي.
دا اعلان له هغې باوجود شوی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې لړ کې د مارچ په ۱۱مه فرمان لاسلیک کړ او وې ويل چې په دې کار سره بايد طالبان خپل تشدد ډېره کمه او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې د فرورۍ ۲۹ مې په موافقه کې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو نه مخکې به د طالبانو ۵۰۰۰ قېدیان خوشي کېږي او دا راز طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه قېدیان خوشي کوي.
افغان ولسمشر ويلي وو چې پنځه زره بنديان په يو ځل خوشي کول ځکه سم کار نه دی چې د دې لپاره اداري کار ته اړتيا ده او دا ضمانت غواړي چې دغه وسله وال به بېرته د جنګ مېدان ته نه ځي.
بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په پنځلسمه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې کتلي وو.
د ارګ له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې په دې کتنه کې د سولې لپاره د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وشول.