د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۱۰ تنه په کورونا اخته شوي دي: طارق مکسی


په تفتان کې د کورونا وایرس د مخنیوي ځانګړی مرکز
په تفتان کې د کورونا وایرس د مخنیوي ځانګړی مرکز

کوټه - د بلوچستان حکومت وايي‌ چې په صوبه کې تر اوسه په ۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی چې څلور د کوټې ، دوه د سیند او پاتې څلور د ملک د نورو برخو دي.

دا خبره د ۱۵م مارچ ماښام په کورټه کې هغې لوړ پوړې حکومتي‌ غونډې ته شوې چې مشري یې وزیراعلی جام کمال کوله او د اپوزېشن غړي هم پکې موجود وو.

د صحت محکمې سیکرټري‌ او په صوبه کې د قدرتي افتونو پر مهال د انتظام ادارې مشر د کورونا وایرس له کبله د راپیدا شوي صورتحال په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

دې چارواکو غونډې ته ویلي چې د صحت له ادارې سره اوسمهال ۲۰۰ داسې کټونه دي‌ چې د د کورونا وایرس د تشخیص لپاره پوره کار کوي او دوي‌ تر اوسه د ۳۴ کسانو ټسټونه کړي‌ دي.

وزیراعلی جام کمال وویل چې له ایران څخه پاکستان ته ننوتي‌ هغه کسان یې په بلوچستان او نورو صوبو کې خپلو کورونو ته لېږلي دي چې په تفتان کې یې د تر څارنه لاندې ۱۴ ورځې پوره کړې وې.

دا شاوخوا ۲۰۰ کسان وو چې د مارچ پر ۱۴مه د امنیتي‌ ځواکونو په ولکه کې د ۵۰ موټرو په کاروان کې خپلو سیمو ته ولېږل شو.

د بلوچستان د اوبه خور وزیر طارق مکسي‌ تر بېګانۍ غونډه وروسته خبریالانو ته وویل چې پاتې کسان له ایران سره پر پوله په تفتان ښارګوټي او هم د کوټې په هزارګنجۍ کې په جوړ کړو ځانګړو مرکزونو کې ساتل شوي‌ دي.‌

نوموړي‌ وویل چې له وفاقي حکومت څخه یې د سامان په مد کې نوره مرسته غوښتې ده هغه ځکه چې د ده په وینا له ایران څخه پاکستان ته د ننوتکو زیارت کوونکو معاینه ډېره ضروري‌ ده.

طارق مکسي دا هم وویل چې په تفتان او کوټه کې پر ځانګړو مرکزونو کې ساتل شوو کسانو ته خوراک او د ضرورت نور څه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG