د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې تر اوسه یو کس په کورونا نه دی اخته شوی: صوبايي ‌حکومت


د کورونا وایرس د ټسټ یو عکس
د کورونا وایرس د ټسټ یو عکس

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت وايي تر اوسه په صوبه کې د کورونا وایرس د یوه ناورغ هم پخلی نه دی شوی.

دا خبره د اطلاعاتو صوبايي‌ وزیر اجمل وزیر او د روغیتا محکمې سیکرټري یحیا اخوندزاده د مارچ پر ۱۴مه ناوخته په پېښور کې خبري غونډې ته وکړه.

یحیا اخوندزاده وویل چې تر اوسه یې په خیبر پښتونخوا کې په یوه وګړي‌ کې هم د کورونا وایرس پخلی نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي‌ وویل چې له ایران څخه ۱۸ زیات کوونکي خیبر پښتونخوا ته ورغلي او دوي به یې زر ټسټونه کوي.

ده زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې د ۷ کسانو ټسټونه شوي‌ خو نتیجه یې لا نده راغلې.

اجمل وزیر وویل چې حکومت به د کورونا وایرس په اړه د صوبايي کابینې او د قامي سلامتۍ د کمېټۍ پر پرېکړو پوره عمل کوي.

ده وویل چې د اپرېل تر پنځمې به په صوبه کې ټولې سرکاري او غیر سرکاري‌ تعلیمي ادارې بندې وي او پر ولسي غونډو به بندیز وي.

اجمل وزیر زیاته کړه چې د صحت محکمېته حکومت د روغتیايي سامان اخستلو لپاره پنځه سوه میلیونه روپۍ ورکوي او د پنځه اربه روپیو ګرانټ هم د صحت محکمې ته ورکوي.

نوموړي وویل چې د ولسي غونډو څارلو او د نورو حکومتي پرېکړو عملي کولو لپاره د ټولو ضلعو مرستیال کمشنرانو ته پوره پوره اختیارات ورکړل شوي دي. ده وویل چې که په ټاکل شوې موده کې کوم شخصي سکول پرانستل شو نو پرضد به یې ګامونه پورته کېږي.

د صحت سیکرټري یحیا اخونزاده وویل چې په ټوله صوبه کې په بېلا بېلو روغتونونو کې د کورونا د ممکنه ناروغانو د درملنې لپاره تر اوسه د ۱۲۰۰ ځانګړو کټونو بندوبست شوی دی.

تورخم پوله او کورونا

د خیبر قبایلي ضلعې انتظامي‌ چارواکي وايي‌ چې په تورخم دروازه کې یې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ۱۰ افغان وګړي بیرته خپل هیواد ته لېږلي دي.

چارواکو په دې کسانو کې د کورونا وایرس د علاماتو په اړه څه نه دي‌ ویلي‌ خو وايي‌ چې دې کسانو په دې وروستیو کې چین ته سفر کړی وو نو ځکه یې ستانه کړي دي.

د خیبر صحت محکمې چارواکي‌ په تورخم کې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوتونکو ټولو کسانو معاینه کوي‌ او مشکوک کسان د پېښور پولیس روغتون ته استوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۵م مارچ له نیمې شپې به د تورخم لاره تر راتلونکو ۱۴ ورځو د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده وي.

ولسي او سیاسي غونډې

د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې له خوا په یو بیان کې ویل شوي‌ چې د کورونا وایرس له کبله پیدا شوي‌ حالت ته په کتو یې د خیبر پښتونخوا په بنو او د پنجاب په لاهور کې خپلې لویې ولسي غونډې ځنډولې دي.

ټاکل شوې وه چې یاد ګوند د مارچ پر ۱۶مه په بنو کې او د مارچ پر ۱۹مه په لاهور کې دا غونډې کړې وای.

تر دې وړاندی د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان وکړ چې په سوات کي د وزیراعلا محمود خان هغه جلسه لغوه شوې ده چې ټاکل شوې وه د مارچ پر ۱۵مه ترسره شوې وای.

اسلام اباد اتوار بازارونه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ضلعي چارواکو اتوار بازارونه او نور د سیل ځایونه تر نامعلومې مودې بند کړي دي.

د اسلام اباد میر شېخ انصر عزیز له دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلام اباد په - ایچ ۹ او جي ۶ - کې لګېدونکي اتوار بازارونه به د راتلونکې نهې له ورځې بند وي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د سیل ځایونه ، لکه ، دامن کوه ، پیرسوهاوه ، چړیاګهر او ایف ۹ پارک په ګډون یو شمېر نور پارکونه به تر نامعلومې مودې بند وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د لومړي‌ ناروغ پخلی شوی وو.

XS
SM
MD
LG