د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاصه دارو د خپلو غوښتنو لپاره په خیبر کې احتجاج پیل کړی


خاصه دار او لیویز ځواک

خیبر - د پخوانۍ فاټا خاصه دارو او لیویز ځواک د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې د خپلو غوښتنو لپاره د مارچ له ۱۳مې احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

پر خیبر دروازه ناست دا مظاهرچیان غوښتنه لري چې د پولیسو د ایکټ ۲۰۱۷ لاندې دې له ژمنې سره سم په پولیسو ورګډ کړل شي.

خاصه دار او لیویز ځواک وايي چې د تېر کال د خاصه دار او لیویز ځواک ایکټ له لارې له دوی د پولیسو حیثیت بیرته واخیستل شو.

د پخوانۍ فاټا د خاصه دارو د کمیټۍ مشر سید جلال مشال ريډیو ته وویل چې د فاټا ټوله یاني ۲۸۰۰۰ نفري دې پر یو ځای په پولیسو کې شامله کړل شي او داسې نه چې ځان ځان له کسان ترې رااخلي.

دوی وایي پر هغه نوټیفکېشن باور نه کوي چې د روان کال په فبرورۍ کې د کورنیو او قبایلي چارو محکمې جاري کړ وو چې ګواکې دوی به په پولیسو کې په مرحله وار توګه شامل کړل شي.

سید جلال زیاته کړه چې "په دې کې دا وضاحت نشته چې - خیبر پښتونخوا خاصه دار فورس ، لیویز فورس ایکټ ۲۰۱۹ - ختم شو، ځکه په دې کې موږ ته تاوان رسي او بله ورځ به مو د هم دې له مخې بیا له نوکریو لرې کړي او مستقبل به مو خوندي نه وي."

دوی وايي د شهدا پر خالي چوکیو د هغوی د اولادونو برتي تر څنګ د پولیسو په شان مراعات غواړي.

سید جلال په دې اړه وویل ، "چې زموږ کسان په کومه پيښه کې شهیدان شي نو دوي ته به د خاصه دارو شهید پیکج ورکوي او که د پولیسو ځکه د پولیسو پیکج ۵۰ لکه روپۍ دی او خاصه دارو ۳۰ لاکه."

د مومندو پشم ګل وایي چې د بندوبستي ضلعو د پولیسو برابر حیثت دې ورکړل شي او یا دې پر خپل پخواني‌ حالت پرېښودل شي.

د خیبر جهانګیر اپریدی مشال راډیو ته وویل "موږ سره دا وعده شوې وه چې د ډي پي او نه لاندې کسان به ټول د هغې ضلعې ځایي کسان وي خو اوس له دې وعدې سرغړونه روانه ده او د لاندې رتبې کسان هم غیر مقامي رالیږل کیږي."

په سینیټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمیټۍ مشر تاج محمد اپرېدي مشال راډيو ته وویل دغه ناستې ته ورغلی او د دوی د جایزو غوښتنو لپاره به په پارلیمان کې خبره کوي.

پخوانۍ قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د پاکستان په اساسي‌ قانون کې د بدلون له مخې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې.

په خیبر پښتونخوا د ګډېدو مخالفینو د نورو نیوکو او اعتراضونو تر څنګ یوه غوښتنه دا هم وه چې دوي پولیس نه مني بلکې وار له مخه حاصه دار ځواک دې د دوي د سیمو امنیتي ځواک شي.

خو حکومت ویلي وو چې دا سیمې به د صوبې له نورو ضلعو سره برابروي‌ نو ځکه به د نورو ضلعو په څېر په دې سیمو کې هم پولیس ګماري.

صوبايي حکومت دا ژمنه هم کړې وه چې د قبایلي ضلعو ټول خاصه دار ځواک به په پولیسو کې شاملوي‌ او هم هغسې مراعات به ورکوي‌ کوم چې پولیس ځواک اخلي.

XS
SM
MD
LG