د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس رنګه حالات پر تعلیم څه اغېز کوي؟


د خیبر پشتونخوا د یو پرایمري سکول پخوانی عکس
د خیبر پشتونخوا د یو پرایمري سکول پخوانی عکس

پراګ - د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم د کورونا وایرس خپرېدو له ویرې تعیلمي‌ ادارې تړل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د مارچ پر ۱۳مه اعلان وکړ چې د صوبې ټولې تعلیمي ادارې به تر راتلونکو ۱۵ ورځو بندې ساتي.

د بلوچستان حکومت د مارچ پر ۱۲مه اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۱مې به په صوبه کې ټولې تعلیمي ادارې تړلې وي.

په پېښور او کوټه کې د پوهنتون استادان وايي‌، په نړۍ کې چې د څه مسلې له کبله تعلمي ادارې وتړل شي هم د تعلیم سلسله روانه وي ، هغه ځکه چې زده کوونکو ته د انټرنیټ له لارې د زده کړو ورکړه روانه ساتي.

خو د دوي په وینا ، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نه په سکول او نه هم په پوهنتونو کې داسې څه متبادل نظام شته چې د زده طالبعلمانو وخت له ضایع کېدو وژغوري.

ډاکټر درویش اپرېدي د امریکا له ویسټرن میشیګن پوهنتون څخه په سیاسي علمونو کې پي‌ ایچ ډي کړې او اوس په پېښور پوهنتون کې استاد دی.

دی وايي‌ ، د خیبر پښتونخوا تعلیمي‌ ادارې داسې حالاتو ته تیاری نه لري.

"له بده مرغه په پښتونخوا کې داسې څه نظام نشته چې د یو وبا د راتلو له کبله د تړل شوو تعلیمي‌ ادارو زده کوونکو ته د درسونو ورکړه جاري وساتل شي."

ډاکټر فدا بازي د سکاټ لېڼد له ګلاسګو پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري او پي ایچ ډي کړې ده او اوس په بلوچستان پوهنتون کې استاد دی.

دی وايي ، د متبادل نظام د نیشتوالي‌ له کبله زده کوونکو ته ډېر لوی زیات رسېږدي.

"د بلوچستان په تعلیمي‌ ادارو کې داسې هیڅ متبادل نظام نشته او اوس چې پوهنتون بند دی نو زموږ له زده کوونکو سره هیڅ اړیکې نشته. موږ له ټیکنالوژۍ څخه د تعلیم لپاره هیڅ کار نه دی اخیستی. اوس چې د زده کړو سلسله ودرېده نو د دې مطلب دا شو چې ورسره به امتحانونه متاثر شي او ورسره به د زده کوونکو ټول تعلیمي‌ کال متاثر شي."

ډاکټر درویش اپرېدی وايي ، په پوهنتونو کې د زده کړو او امتحان نظام بدل شوی خو ورسره مناسب ګامونه نه دي‌ پورته کړل شوي.

"پخوا به کلنی نظام وو خو اوس سمسټر نظام دی او له زده کوونکو سره په شمار څو اونۍ وي‌ نو چې تعلیمي اداره بنده وي‌ او متبادل څه نه وي‌ نو دوي‌ ته خو ډېر تاوان رسوي."

ډاکټر فدا بازی وايي‌، متبادل نظام نه یوازې د کورونا وایرس غوندې حالاتو کې ګټور دی بلکې په عام ژوند کې هم زده کوونکو ته ډېره ګټه لري.

"داسې یو نظام په دې ضروري‌ دی چې دا که استاد پر ځای نه وي‌ یا طالب علم له څه وجې کلاس ته نه وي‌ ورغلی نو بیا هم له یو بل سره په تماس کې اوسېدلای شي."

د چین په ووهان ښار کې پیدا شوي‌ کورونا وایرس تر اوسه په نړۍ کې نه یوازې په پراخه توګه انساني‌ ژوند ته زیان رسولی بلکې د تعلیم په څېر یې اقتصاد او د د ژوند نورې برخې هم ډېرې اغېزمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG