د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن سرحدي دروازه دې ژر تر ژره خلاصه کړل شي: پښتونخوا مېپ


په چمن کې د دوستۍ ور (ارشيف)
په چمن کې د دوستۍ ور (ارشيف)

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې بندېدو او په چمن کې د ناامنۍ پر ضد احتجاجي لاريون کړی دی.

د مارچ پر ۱۳مه په دې لاریون کې د چمن ښاریانو او ځايي کاروباريانو هم په ګڼ شمېر کې ګډون کړی و او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.

د پښتونخو املي عوامي ګوند صوبايي سیکرتر او پخواني صوبايي وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چي حکومت بې له څه ډول جوازه د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازه تړلې ده. د نوموړي په وينا له دوو اونيو راهيسې د سرحدي دروازې د تړل کېدو له امله نه یواځې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت اغېزمن شوی بلکې زرګونه کسان چې ناروغان هم پکې شامل دي، له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

پر دې مهال د چمن پخواني ناظم صلاح الدین اڅکزي وویل چي دغه لاره د دواکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاو لرونکي مرکزي وزیر شهریار اپریدي پر وينا تړل شوې ده چې له امله یې د چمن ولس او تاجرانو ته لوي زیان اوښتی دی. نوموړي د بلوچستان پر صوبايي حکومت هم سختې نيوکې وکړې.

د احتجاج ګډونوالو غوښتنه کوله چې د پاکستان او افغانستان تر منځ دې د چمن سرحدي دروازه ژر تر ژر خلاصه کړل شي چې دا ډول نه یواځې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلګو تګ راتګ پیل شي بلکې په ټپه ولاړ تجارت به هم بیرته پرانيستل شي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان دوې ورځې وړاندې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې وه چي ډېر ژر به د چمن سرحدي پوله د تاجرانو په مرسته خلاصه کړل شي. په دې اړه چې مو کله د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وغږوئ نو هغه وویل چې په دې اړه تر اوسه څه ډول پرمختګ نه دی شوی.

بلخوا ته د پاکستان د تعليم وزیر شفقت محمود ویلي دي چې حکومت په ایران کې د کورونا وایرس خپرېدو او افغانستان کې د ځېنو کسانو تر اغېزمن کېدو وروسته يې له دواړو ګاونډيو هېوادونو سره په تفتان او چمن کې خپلې پولې تړلې دي. نوموړي دا خبره نن (د مارچ پر ۱۳مه) په قامي اسمبلی د کورونا وایرس او په پاکستان کې يې د وخنيوي په لړ کې د بحث پر مهال وکړه.

XS
SM
MD
LG