د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د مارچ پر ۱۲مه د دغه هېواد پوځ ته اجازه ورکړې چې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د بريد پر وړاندې ځوابي حمله وکړي.
د مارچ پر ۱۱مه په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د کاتیوشا ډوله توغندیو برید وشو چې په ترڅ کې یې درې سرتېري ووژل شول چې دوه د امریکا او یو د بریتانیا و او ۱۴ نور ټپیان شول.
د امريکا دفاع وزارت (پېنټاګون) د دې برید پړه پر ایران پلویو وسلهوالو اچولې په داسې حال کې چې د دې حملې مسولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه دی منلی او ایران هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي که څه هم د دې حملې مسوليت پر ایران پلوې کتايب حزبالله یا کومې بلې ځانګړې ډلې وانه چوله خو په ډاګه یې کړه چې د دوی په نظر ایران د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې دا توغندی برید یې کړی او خبرداری یې ورکړ چې د دوی پر ضد هر راز اقدام ممکن دی.
د دوی له څرګندونو داسې ښکاري چې امريکا، ایران او هغه ځواکونه چې تهران یې ملاتړ کوي، یو ځل بیا په عراق کې دننه د یو بل پر وړاندې درېدلي دي.
ايسپر په پنټاګون کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ده له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړي او ټرمپ د هر هغه اقدام اجازه ورکړې ده چې ورته اړتیا وي.
ايسپر دې پوښتنې ته چې ایا په دې اقداماتو کې به په ایران کې دننه د امریکا هوايي حملې هم شاملې وي کنه؟ په ځواب کې وویل چې لومړیتوب به پر ایران پلویو وسله والو وي.
له دې مخکې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و چې تر اوسه په قطعي ډول روښانه نه ده چې دا کار به ایران کړی وي او په دې اړه یې هم څه ونه ویل چې د امریکا ځواب به څه وي.
امريکا پرله پسې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې په بهر کې د امریکايانو وژل له سرې کرښې د اوښتو په معنا ده او بې ځوابه به پاتې نه شي.
ايسپر زياته کړه هېچا ته د امریکا پر اډو د حملې اجازه نه ورکول کېږي او د دې حملې له عاملانو سره به هم حساب کتاب وشي.
په عراق کې د مارچ پر ۱۱مه په توغندي بريد کې د بریتانیا، پولنډ او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف ۱۴ سرتېري هم ټپیان شول.
نړیوال ايتلاف وايي، د دې حملې په ترڅ کې ۱۸ کاتیوشا ډوله توغندي په عراق کې د امریکا پر تاجي پوځي اډې ویشتل شوي دي.