د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدفي برید: په سوات کې یو پولیس وژل شوی


د وژل شوي پولس اهلکار جنازه
د وژل شوي پولس اهلکار جنازه

د خېبر پښتونخوا سوات تحصيل کبل کانجو کې پوليس اهلکار عمران خان په بازار کې د (هم) ټي وي دفتر مخې ته ماسختن مهال د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

پوليس وايي چې دوی ته د رسېدلو معلوماتو ترمخې د مارچ په يوولسمه د شپې ناوخته شوې دغه پېښې کې دوه وسله وال ککړ دي چې د نيولو کوښښ یې کوي.

د سيدو شريف پوليس مشر طارق خان د مارچ په دولسمه مشال راډيو ته وويل: "موږ په دې پېښه خفه يو. د قاتلينو د موندلو لپاره مو لټون پېل کړی دی."

بلخوا خبريال شيرين زاده چې په سوات کې له (هم) ټي وي سره کار کوي او د سوات اليکټرانک ميډيا اتحادیې مشر او د پرېس کلب ګورننګ باډي غړی دی وايي، له ده سره دغه وژل شوی پوليس اهلکار د دوو کلونو راهیسې د ساتونکي په توګه دنده کوله او دې ته له ۲۰۱۲ز کال څخه د وسله والو لخوا ګواښونه کېدل.

د سوات پرېس کلب مشر شهزاد عالم د دې پېښې په اړه وايي: ((دا وخت په سوات کې حالات بيا خرابۍ روان دی او پر دې له خبريالانو سره سره ولسي وګړي هم انديښمن دي.))

نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې دوی په سیمه کې د امن راوستو لپاره له حکومت سره هر ډول مرسته کوي. خو له دې پېښو سره یو ځل بیا په سیمه کې ویره خوره شوې ده.

وژل شوی پولیس اهلکار عمران خان نن سهار خپل پلارګني کلي کې خاورو ته اسپارل شو .

د یادونې وړ ده چې په سوات کې څه نا څه دوه نیمې میاشتې وړاندې د مسلم لیګ ن یو مشر فیروز شاه وکیل په ډزو وژل شوی وو چې د وژنې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د عمران خان د وژنې زمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG