د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرونا په ايران کې ۶۳ نور کسان وژلي دي


د ايران په یو روغتون کې د ناروغانو درملنه

د مارچ پر ۱۱مه د ایران روغتیايي چارواکي ویلي په تېرو ۴۰ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له کبله نور ۶۳ کسان مړه شوي دي.

له دغې سره په ایران کې د مړو شمېره ۳۵۴ ته رسیدلې ده.

د ایران صحت وزارت ویاند کایینوش جهانپور د مارچ پر ۱۱مه ویلي چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۹۵۸ نوي کېسونه رپوټ شوي دي، چې له دې سره د ټولو کېسونو شمېره ۹۰۰۰زرو ته رسیدلې ده.

په منځني ختیځ کې دغه وایرس تر ټولو زیات ایران ځپلی دی.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله ۱۱۸۰۰۰ زره کسان متاثره شوي دي چې پکې د ۴۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

داسې راپورونه هم دي چې دغه وایرس په ایران کې جیلونو ته هم خور شوی دی.

د مارچ پر ۱۱مه ناوخته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران غږ وکړ چې په انساني بنیادونو دې په دغه هېواد کې په غېر قانوني توګه امریکایان بندیان دي خوشې کړي.

پامپیو په یو بیان کې ایران ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې د کوم یو امریکایي د وژنې زمه واري به نیغ په نیغه په ایران راځي.

بلخوا د ایران عدالتونه وایي دوی د دغه وایرس مخنیوي په خاطر ۷۰ زره بندیان په عارضي توګه خوشې کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG