د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا: امريکا له اروپا ورتلونکي پروازونه ځنډولي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ويلي د کورونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په خاطر یې له اروپایي هېوادونو څخه امریکا ته ټول پروازونه د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولي دي.

د مارچ پر ۱۱مه قام ته په خپله ټیلیویژني وینا کې ولسمشر ټرمپ وویل، د پروازونو ځنډېدل به د مارچ له ۱۳مې نېټې څخه عملي شي خو له طبي معاينې تېر شوي امریکایان او برتانويان به امریکا ته سفر کولای شي.

د کرونا وايرس مخنيوي لپاره ضروري ده چې لاسونه ژر ژر په صابن ومينځئ او د چاپيرچل د پاکوالي ځانګړی خيال وساتئ
د صحت نړيواله اداره


ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې د یو شمېر مالي اقداماتو اعلان هم وکړ چې پکې ځینو کسانو ته د ټیکس پېسې لا نه ورکو ل هم شامل دي. دا فېصله یې د کورونا وایرس له وجې پر امریکایي اقتصاد د اثراتو د کمېدو لپاره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې د اروپایي هېوادونو حکومتونه د کورونا وایرس په مخنیوي کې پاتې راغلل او ځکه دغلته د دې وایرس زیات کېسونه مخې ته راغلي دي. نوموړي زیاته کړه دوی په دې لړ کې ګڼ ګامونه پورته کړي دي چې پکې یې پر چین هم سفري بندیزونه لګولي دي.

ایران

ایران تېره ورځوويل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وایرسله وجې نور ۶۳ کسان مړه شوي دي. له دې سره په ایران کې له دې ناروغۍ د مړو شوو شمېر ۳۵۴ ته رسېدلی دی.

د ایران د صحت وزارت ویاند کایینوش جهانپور تېره ورځ وويل چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۹۵۸ نوي کېسونه رپوټ شوي دي چې له دې سره د ټولو کېسونو شمېره نهو زرو ته رسیدلې ده.

د ايران د کابينې غړو له کرونا څخه بچ کېدو لپاره ماسکونه اغوستي دي
د ايران د کابينې غړو له کرونا څخه بچ کېدو لپاره ماسکونه اغوستي دي

په منځني ختیځ کې دغه وایرس تر ټولو زیات ایران ځپلی دی. په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې یو لاک اتلس زره کسان متاثره شوي دي چې پکې د څلور زره او درې سوه کسان مړه شوي دي.

داسې راپورنه هم دي چې دغه وایرس په ایران کې جیلونو ته هم خور شوی دی. د مارچ پر لسمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران غږ کړی وو چې په انساني بنیادونو دې په دغه هېواد کې په غېر قانوني توګه قېد ټول امریکایان خوشې کړي. پامپیو په یو بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د کوم یو امریکایي د وژنې زمه واري به نیغ په نیغه په ایران راځي.

په ايران کې ځيني بهرني وګړي د جاسوسۍ په تور قېد دي. د بشري حقونو نړيوالې ادارې دا نيونې سياسي بولي. بلخوا د ایران عدالتونه وایي دوی د دغه وایرس د مخنیوي په خاطر اویا زره قیدیان په عارضي توګه خوشې کړي دي.

روس، هند او اروپا

کورونا وايرس په اروپا کې تر ټولو ډېره ايټلي ځپلې ده. ټول هېواد قرنطین کړل شوی دی. دلته کرونا وايرس له اته سوو څخه ډېر خلک وژلي او ۱۲۰۰۰ کسان یې نيولي دي.

روس د کورونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د یو شمېر اقداماتو اعلان کړی . دا له هغې وروسته ده چې د صحت نړیوالې ادارې WHO کورونا وایرس نړیواله وبا وګرځوله.

روس د مارچ پر ۱۱مه ویلي چې دوی به د اپرېل تر پای پورې د اروپا مهمو ښارونو ته خپل پروازونه ځنډوي.

د کورونا وایرس نښې: زکام، سردردي، تبه او ساتنګي
د صحت نړيواله اداره

هند ویلي دوی تر راروانې میاشتې پورې سېلانیانو ته وېزې نه ورکوي.

جرمني ویلي دوی د یو زرو نه د زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز لګوي.

دا وایرس د چين له اوهان ښار د ديسمبر په مياشت کې پېدا شو. چين یې ډېر ځپلی خو د وروستيوو راپورونو ترمخه اوس هلته د دې وایرس اغېز کم شوی دی. تر اوسه د دې ناروغۍ درملنه نشته دی.

ډاکټران په عامه پوهاوي او مخنيوي لارو چارو ټینګار کوي. د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې خلک بايد د پاکوالي خيال وساتي، لاسونه ژر ژر ومينځي او د زکام، تبې، ساتنګۍ علامو په راښکاره کېدو سره زر ډاکټر ته ولاړ شي.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG