د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا نړيواله وبا اعلان شوه او امريکا له اروپا سره پروازونه بند کړي


د کورونا وايروس کمپيوټري عکس
د کورونا وايروس کمپيوټري عکس

د ملګرو ملتونو د روغتيا سازمان ډبليو اېچ او کورونا وايرس "نړيواله وبا" ګرځولې ده.

سازمان د څو اونيو پورې د وايرس تر څارولو وروسته دا اعلان وکړ.

د ډبليو اېچ او مشر ټېدروس ادانوم د مارچ پر ۱۱ مه په جینوا کې وویل، دوی د وایرس په اړه د ټولو مالوماتو څارونه کوي او د وایرس تر خطرناکه حده پورې پر خورېدو او ددې په شدت اندېښمن دي.

تېدروس ادانوم د کورونا د وبا ګرځولو اعلان په جنيوا کې وکړ(ارشېف)
تېدروس ادانوم د کورونا د وبا ګرځولو اعلان په جنيوا کې وکړ(ارشېف)

نوموړي دا هم وویل چې وایرس چې ۱۱۴ هېوادونو ته خور شوی د تنفس يا ساه اخيستنې لومړۍ ناروغي ده چې وبا ګرځېدلې ده.

امريکا له اروپا سره پر سفر بنديز لګولی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قام ته په ټیلیویژني وېنا کې ویلي، د کورونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په خاطر یې له اروپایي هېوادونو څخه امریکا ته ټول پروازونه تر يوې مياشتې پورې ځنډولي دي.

د مارچ پر ۱۱مه نېټه له سپېنې ماڼۍ څخه په خپله وېنا کې ولسمشر ټرمپ وویل، د پروازونو ځنډیدل به د مارچ له ۱۳مې نېټې عملي شي خو دده په وينا هغه امريکايان او برتانويان چې معاينه شوی وي امريکا ته سفر کولای شي.

ولسمشر ټرمپ د کورونا وايرس په اړه قام ته وينا وکړه (ارشېف)
ولسمشر ټرمپ د کورونا وايرس په اړه قام ته وينا وکړه (ارشېف)

ولسمشر ټرمپ په وینا کې د یو شمېر مالي اقداماتو اعلان هم وکړ چې پکې د ځینو کسانو له خوا د ټیکس پېسې نه ورکو ل هم شامل دي.

دا فېصله یې د کورونا وایرس له وجې پر امریکایي اقتصاد د اثراتو د کمېدو له وجې کړې ده.

ولسمشر ټرمپ دعوی وکړه چې د اروپایي هېوادونو حکومتونه د کورونا وایرس په مخنیوي کې پاته راغلي او ځکه پکې د وايرس پېښې زياتې دي.

په ايران کې د کورنا وايرس وضعيت

بل خوا ایران د مارچ پر ۱۱ مه نېټه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له وجې نور ۶۳ کسان مړه شوي دي.

له دې سره په ایران کې له وايرسه د وژل شويړ کسانو شمېر ۳۵۴ ته رسیدلی دی.

د ایران روغتيا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د مارچ پر ۱۱ مه نېټه وويل، چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس ۹۵۸ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ورسرهد ناروغانو شمېر نهه زره شو.

په منځني ختیز کې ايران هغه هېواد دی چې کورونا وايرس زيات ځپلی دی.

په ايران کې د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر زيات شوی
په ايران کې د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر زيات شوی

داسې راپورونه دي چې وایرس د ايران زندانونو ته ته هم خور شوی دی. د مارچ پر ۱۰ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران غږ وکړ چې په بشری اساس دې په دې هېواد کې په ناقانونه توګه قېد ټول امریکایان خوشې کړي.

پامپیو په یو بیان کې ایران ته خبرداری ورکړی چې که يو امريکايي هم په دې هېواد کې ووژل شو نو ايران به نيغ په نيغه ذمه وار وي.

د ایران قضاييه وایي، دوی د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ۷۰ زره قیدیان په موقتي توګه خوشي کړي دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې یو لکه ۱۸ زره کسان متاثره شوي دي چې پکې۴۳۰۰کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې د کورونا وضعيت

پاکستاني چارواکي وايي، د کارچ تر ۱۱ مې پورې په ۲۰ کسانو کې د کورونا وایرس موندل شوی وو.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا د څانګې مشر ډاکټر اکرام الله د مارچ پر ۱۱ مه نېټه مشال راډیو ته وويل، په صوبه کې د کورونا وایرس د ۲۴ مشکوکو رنځورانو درملنه روانه ده.

پاکستان وار له مخه افغانستان او ايران سره پر د خلکو معاینې یا سکرینینګ پیل کړی دی.

پاکستان له ایران سره خپله پوله تړلی ده.

روس، جرمني او هند

روس پرون ویلي چې د اپرېل تر پای پورې د اروپامهمو ښارونو ته خپل پروازونه ځنډوي.

هند ویلي دوی تر راروانې میاشتې پورې سیلانیانو ته وېزې نه ورکوي.

جرمني ویلي چې تر زرو زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز لګوي.

په ټوله نړۍ کې د مارچ تر ۱۱ مې پورې د کورونا وایرس له وجې یو لکه ۱۸ زره کسان متاثره شوي چې پکې ۴۳۰۰کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG