د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ولسمشر غني د طالب بندیانو خوشي کولو فرمان رد کړ


افغان ولسمشر اشرف غني په جلال اباد کې (ارشېف)
افغان ولسمشر اشرف غني په جلال اباد کې (ارشېف)

طالبانو د افغان ولسمشر غني لخوا د طالب بندیانو خوشي کولو فرمان رد کړی دی.

طالبان وايي، د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا د ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو فرمان له هغې هوکړې سره په ټکر کې دی چې دوی له امریکا سره کړی چې په لړ کې به يې بین الافغاني خبرې پیلېږي.

دغه فرمان چې ولسمشر غني د مارچ پر ۱۰مه نېټه لاسلیک کړ ترمخه به یې په دوو اونیو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي او په دې موده کې به د طالبان او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي.

افغان حکومت ویلي، که د سولې خبرې دوام وکړي نو په هرو دوو اونیو کې به ۵۰۰ بندیان خوشي کوي چې دا راز به پاتې ۳۵۰۰ طالب بندیان خوشي شي.

خو په دوه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د مارچ پر ۱۱مه رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي له امریکا سره د دوی د شوي هوکړې ترمخه به اول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کوي او بیا به بین الافغاني خبرې پیلیږي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو بندیانو د خوشي کولو لپاره دوی هېڅ شرط نه دی منلی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شوې وه.

"افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.

د تړون مراسم د قطر په دوحه کې تر سره شوي ول چې د امريکا له لوري د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو له لوري د دې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليکونه وکړل.

په تړون کې دا خبره هم وه چې افغان حکومت به د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي. بلخوا به امريکا د ۲۰۲۰م کال د اګست له ۲۷مې د طالبانو له غړيو د امريکايي بندېزونو ليرې کولو ته کتنه کوي.​

خو په افغانستان کې د انتخاباتي ناندريو له کبله دا خبرې د مارچ پر ۱۰ مه پيل نشوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG