د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو :ایران دې امریکايي بندیان خوشې کړي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پامپېیو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پامپېیو.

امریکا پر ایران غږ کړی دی چې سمدستي دې پر بشري بنیاد هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې ناقانونه یې زندانیان کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې که کوم زنداني امریکايي وګړی مړ شو نو واشنګټن به ایرانی رژیم ذمه وار ګرځوي او پرېکنده غبرګون به ښيي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران هغو زندانونو ته د کورونا وایرس د نوې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو خبرونه راغلي چې پکې امریکايي وګړي بندیان دي.

پامپېو ویلي دي چې په تېزۍ په خرابېدونکو حالاتو کې د امریکايي وګړو قید د اساسي انساني درنښت خلاف دی.

تر نوموړي یوه ورځ مخکې د ایران عدلیې مشر ابراهیم رییسي وویل، تهران د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په موخه شاوخوا ۷۰،۰۰۰ بندیان د لنډې مودې لپاره خوشې کړي.

ایران تر چین وروسته د وایرس په تر ټولو سختو ځپلیو هېوادونو کې دی.

د ایران روغتیا وزارت د مارچ پر ۱۰وویل، په هېواد کې د ناروغانو شمېر تر ۸،۰۰۰ لوړ شوی او نوي کورونا وایرس تر پرونه ۲۹۱ کسان وژلي ول.

په عین وخت کې د مارچ پر ۱۰مه د امریکا یوه وفاقي قاضي د هېواد د فېډرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي ای) د یوه پخواني کارکوونکي د تښتونې لپاره ایران مسوول بللی دی.

عدالت د ایران پر ضد فیصله د رابرټ لېوېنسن د تښتونې د ۱۳مې کلیزې په مناسبت کړې.

ایران وايي، د نوموړي د ورکېدو پلټنې کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG