د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وفاقي محتسب سلاکار: شکايت وکړئ، اورو يې


ارباب شير بهادر
ارباب شير بهادر

د وفاقي محتسب سلاکار ارباب شير بهادر د سوات په سېدو شريف کې خلکو ته وويل که ځايي ولس د سرکاري ادارو له کاره مطمين نه وي نو دوی سره دې شکايتونه جمع کړي.

هغه نن (د مارچ په لسمه) د خلکو سره په يوه غونډه کې وويل چې که د سرکاري ادارو په اړه کوم شکايتونه لري نو دوی سره یې شريکولی شي. د هغه په وېنا په ۲۰۱۱ کال کې يې د ملاکنډ ډويژن لپاره دفتر خلاص کړی وو خو خلکو ورته شکایتونه نه کول نو ځکه یې بند کړ.

ارباب شير بهادر زياته کړه: ((وفاقي محتسب اداره د هرې سرکاري ادارې څخه د خلکو شکايتونه ارزوي. مثلا که څوک د بجلۍ له بيله شکايت لري نو راشئ شکايت وکړئ، وفاقی محتسب به کوښښ کوي چې تاسو ته ګټه او انصاف ورسي. د ملاکنډډويژن لپاره په پېښور کې دفتر شته خو شکايتونه ورته ډېر نه راځي.))

د سوات خلک وايي د وفاقي محتسب استازي دفتر ته یې ځکه ډېر شکايت نه دی کړی چې يو خو دوی د دغه دفتر له واکونو نه وو خبر او بل د حکومت په وعدو ډېر باور نه لري.

د سېدوشريف د ګل کدې راحت علي مشال راډيو ته وويل چې چارواکي بايد خبرې کمې او عمل ډېر وکړي. هغه زياتوی: ((دوی خو اميد ورکوي خو شپږکاله وشول دلته دفتر وو او مونږ ته یې معلومات هم نه وو. که دا دفتر هم د نورو سرکاري ادارو په شان وي نو بيا ترې د خېر تمه نشته.))

د وفاقي محتسب د دفتر په اړه په خلکو کې کم معلومات د دې سبب شوي چې ډېری خلک له ورپېښو ستونزو شکايت ونه کړي. د سوات يو ځايي سياستوال، ارشاد خان وويل اوس چې د دې دفتر په ارزښت خبر شول نو پکار ده چې د ملاکنډ ډويژن دفتر دې له پېښوره بېرته سوات ته منتقل کړل شي.

XS
SM
MD
LG