د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو قامي جرګه د پښتنو پر ستونزو خبرې کوي


په پېښور کې د پښتنو قامي جرګه
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګه

نن د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا رابلل شوې د پښتنو قامي جرګه کې د پښتنو پر مسايلو خبرې کېږي. دا جرګه عوامي نېشنل ګوند راغوښتې ده.

په باچا خان مرکز کې راغونډ شوي دې جرګه کې پر عوامې نېشنل کوند سربېره، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند، جمعيت علمای اسلام، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ غړي شامل دي.

جرګې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين هم ورغلی دی. هغه نن مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې بايد د انصاف لپاره د حقیقت معلومولو يو کمېشن جوړ شي.

ايمل ولي خان د منظور پښتين هرکلی کوي
ايمل ولي خان د منظور پښتين هرکلی کوي

پښتين زياته کړه چې په دې جرګه کې بايد د بې درکه پښتنو او ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د شوې کار په اړه بحث وشي چې معلومه شي چا څه کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته راوستل، په قبايلي سيمو کې د ورانو شوو کورونو بيا جوړول او د ماورای عدالت قتلونو بندېدل غواړي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې ډېره قرباني ورکړې ده چې له کبله يې په قبايلي سيمو کې امن راغلی دی.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر، ميا افتخار حسېن تر دې جرګې مخکې د مارچ په نهمه مشال راډيو ته وويل چې پر دغو مسايلو سربېره به په قبايلي سيمو د ماينونو د پاکولو غوښتنه هم کېږي.

په افغانستان کې امن د سیمې امن دی: منظور پښتين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

په دې جرګه کې ځينې پښتنې مېرمنې هم برخه لري. دوی ويلي ټولو هغو پوښتنو ته انصاف غواړي چې د کورنۍ غړي يې يا په جګړو کې غېب کړل شوي او يا هم وژل شوي دي.

ميا افتخار حسېن مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړې چې د پښتنو پر وسايلو د پښتنو واک پکار دی او د امنيت راوستلو په نامه بايد ونه ځورول شي.

ميا افتخار حسېن او منظور پښتين دواړو د مشال راډيو سره په خبرو کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې امن په پاکستان کې د پښتنو لپاره ګټور او مهم دی. دوی د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د فرورۍ په نهه ويشتمه شوي هغه سولې تړون هرکلی کړی چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته یې لار هواره کړې ده.

ويډيو: د جرګې په اړه د ميا افتخار حسېن څرګندونې

د پښتنو قامي جرګه کې پر ټولو مسلو بحث کېږي: میا افتخار حسین
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG