د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د کورونا وایرس په شک ۴۰۰۰ کسان قرنطين شوي دي


د کورونا وايرس ځانګړې روغتیايي ډلې په پېښور کې د يو تن تبه ګوري. په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د کورونا وايرس ځانګړې روغتیايي ډلې په پېښور کې د يو تن تبه ګوري. په خېبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره د ايران سره په پوله له دغه ملکه وراوښتونکي ټول خلک طبي معاينه کوي.

د بلوچستان د وزيراعلی وياند، لياقت شهواڼي د مارچ په نهمه مشال راډيو ته وويل چې له ايرانه ورستانه شوي، څلور زره خلک یې د کورونا وايرس په شک کې په روغتيايي مرکزونو کې ساتلي دي.

هغه زياته کړه: ((پر سرحد هره ورځ له درې سوو څخه تر درې نيم سوو پورې خلک له ايرانه راځي. موږ اوسمهال څلور زره خلک قرنطين کړي دي. د کورونا وايرس د مشکوکو کسانو د قرنطين موده ۱۴ ورځې وي خو دې خلکو ۴ ورځې پر لاره تېرې کړې دي نو ځکه به لس ورځې پاتېږي. د ايران سره مو سرحد يو طرفه تړلی دی. کوم پاکستانيان چې له ايرانه وتل غواړي، هغوی ته د راتګ اجازت شته خو له دې خوا څوک ايران ته نه پريږدو.))

لياقت شهواڼي همدراز وويل چې د کورونا له وېرې يې د افغانستان سره د چمن لارې تړل د يوې بلې هفتې لپاره غځولې دي. د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان څخه راپېدا شوي دې وایرس، د مارچ تر نهمې پورې په ټوله نړۍ کې يو لک او يوولس زره خلک اخته کړي او ۳۹۹۰ يې وژلي دي.

پاکستان د چين او ايران سره چې دې وايرس ډېر زيات ځپلي دي، سرحد لري نو ځکه یې ورسره پولې تړلې دي. په پاکستان کېد مارچ تر نهمې پورې د کورونا وايرس ۷ مريضان ثبت شوي دي. دا ټول خلک له ايرانه پاکستان ته تللي وو. په دوی کې يو تن په کراچۍ تر درملنې وروسته روغ شوی او کور ته تللی دی.

په خېبر پښتونخوا کې حکومت د عامې روغتيا نړيوالې ادارې يا ډبليو ايچ او په مشوره بيړنی حالت اعلان کړی دی. دلته د دې ادارې مشر، ډاکټر سعيد اکبر د مارچ په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د بيړني حالت اعلان د اندېښنې خبره نه ده بلکې د کارونو د سم آهنګولو لپاره لګول شوې.

هغه زياتوي: ((موږد حکومت سره په عامه پوهاوي، د کورونا وايرس د تشخیص لپاره د مرکزونو په جوړولو او طبي سامانونو برابراولو کې مرسته کوو. ځيني ميډيکل کیټس يا طبي سامان مو ورته ورکړی چې دوی پرې د کورونا وايرس تشخیص کولی شي.))

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن پر لارو هم روغتيايي ډلې کېښنول شوې او دواړه هېوادونه د يو بل سر د معلوماتو تبادله کوي


ډاکټر سعيد اکبر د عامه پوهاوي په اړه وويل: ((موږ د يونين کونسلونو په کچه د روغتيايي کارکوونکو په مرسته خلک پوهوو چې څه وکړي. د ټيليفون نمبر مو هم ورکړی چې دوی پرې کولی شي ټيليفون وکړي. ډېر خلک فون کوي او د کورونا وایرس په اړه پوښتنې کوي. موږ يې لارښوونه کوو.))

قطر او سعودي عرب خپلو ملکو ته له پاکستانه په پروازونو بندېز لګولی دی. تر اوسه پورې د کورونا وايرس درملنه نه ده موندل شوي. ډاکټران وايي د دې نښې ټوخی، زکام، تبه او ساتنګي ده.

د روغتيا نړيواله اداره لارښوونه کوي چې له دې وايرس څخه د ځان ساتلو لپاره بايد خلک د ورځې څو ځل خپل لاسونه په صابن ومينځي او د مخ له لمس کولو ډډه وکړي.

ويډيو: له کورونا وايرسه څنګه ځان ساتلی شو؟

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟

XS
SM
MD
LG