د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په کورونا وایرس اخته لومړی کس تر رغېدو وروسته رخصت کړ


په پاکستان کې د یو کس د معاینې عکس
په پاکستان کې د یو کس د معاینې عکس

پراګ - د پاکستان حکومت وايي ، په کرونا اخته شوی لومړی کس یې تر رغېدو وروسته رخصت کړی دی.

د پاکستان د صحت څانګې هغه کس له روغتون څخه رخصت کړی دی کوم چې په دې ملک کې تر ټولو وړاندې په کورونا وایرس اخته شوی وو.

د صحت په څانګه کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا بېګا مشال راډیو ته وویل چې د رخصت کړل شوي کس ټول ټسټونه منفي راغلي وو.

ډ‌اکټر ظفر مرزا وویل چې دا کس د مارچ پر شپږمه په کراچۍ کې له روغتون څخه رخصت کړل شو.

ده وویل ، "موږ په شپږو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی کړی وو خو تر ټولو لومړی کس مو رخصت کړ. د هغه مو درې ټسټونه وکړل او هغه ټول منفي وو او دی په مکمله توګه روغ شوی وو. خو پاتې پنځه کسان لا په روغتون کې داخل دي او صحت یې ډېر ښه دی."

ډاکټر ظفر مرزا وویل چې په پاکستان کې په کورونا وایرس اخته شوي شپږ واړه هغه کسان دي چې ایران ته تللي وو.

ده وویل چې دا یو اخیستونکی وایرس دی او د خپرېدو خطر یې نشي ردولای خو د مخنیوي لپاره یې ټول ممکن ګامونه پورته کړي دي.

ډاکټر ظفر مرزا زیاته کړه چې "د خپرېدو خطر یې د ڼړۍ په ټولو هیوادونو کې نژدې یو رنګه دی. مطلب چې څومره ممکن وي هغومره ګامونه مو پورته کړي دي. په ټولو روغتونو کې مو ورته بېل وارډونه ځانګړي کړي دي او په ټولو صوبايي مرکزونو کې مو د تشخیص لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې په دې وایرس د اخته شوو شمېر د مارچ پر شپږمه تر یو لک واوښت او تر بېګا یې په ټوله نړۍ کې تر ۳۴۰۰ زیات کسان وژلي وو.

کورونا وایرس له چین څخه پیل شوی وو او تر هغه هیواد وروسته یې تر اوسه په نړۍ کې اټلي او ایران زیات ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG