د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د مزاري پر تلينغونډې بريد کې ۳۲ کسان وژل شوي


کابل ښار کې د مارچ شپږمې د بريد ساحه
کابل ښار کې د مارچ شپږمې د بريد ساحه

د مارچ په شپږمه، د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د حزب وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر مراسم غونډې برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دې بريد کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل دي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي و چې په دې برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي. خو رحیمي ويلي و چې دا وروستۍ شمېرې نه دي او بدلون پکې راتلی شي.

رحیمي زياته کړې، د پوليسو ځانګړو ځواکونو پر مراسمو درې واړه بريدکوونکي وژلي او سيمه يې پاکه کړې ده. دغه بريدګر د غونډې ځای ته څېرمه په يوه نيمه جوړه شوې ودانۍ کې پټ ول او له همهغه ځايه يې غرمه مهال د غونډې پر ګډونوالو هغه وخت ډزې پيل کړې چې کله د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر عبدالکريم خليلي وينا کوله.

د راپورونو له مخې په دغو مراسمو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجراییه ریيس عبدالله عبدالله او د هغه مرستیال محمد محقق هم موجود وو خو هغوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. بلخوا داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسوليت منلی دی.

تېر کال هم د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو بريد شوی و چې لږ ترلږه درې کسان پکې وژل شوي او تر ۳۵ زيات ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG