کابل - اشرف غني د مارچ پر نهمه په ارګ کې د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه کوي.
د لوړې مراسمو ته ځانګړي ترتیبات نیول شوي چې پکې د بهرنیو هیوادونو سفیران او نور غوښتل شوي مېلمانه هم ګډون کوي.
د افغانستان ملي تلویزون وايي، د تحلیف مراسم د څو ساعتو لپاره ځنډېدلي خو دا چې علت یې څه دی؟ په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په ارګ کې موجود د مشال راډیو خبریال وايي، دوو بیلا بېلو سرچینو ورته ویلي چې د اشرف غني د لوړې مراسم به نن خامخا ترسره کېږي.
خو د ولسمریزو ټاکنو بل کاندید عبدالله عبدالله وايي، په انتخاباتو کې درغلۍ شوي او هغه ګټونکی دی.
نوموړي اعلان کړی وو چې نن به هغه هم د ولسمشر په حیث لوړه کوي خو د هغه د ټاکنیز ټیم ویاند فریدون خوځون نن مشال راډیو ته وویل، د امریکايي چارواکو په غوښتنه توافق همدا شوی چې د دواړو طرفونو د تحلیف مراسم وځنډیږي.
ارګ ماڼۍ د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د پښتونخوا ملتپاله مشران هم دعوت شوي دي.
د پاکستان حکومت د مارچ پر اتمه علي وزیر او محسن داوړ ته هم د کابل د سفر اجازه ورکړه. هغوی تېره ورځ د اسلام اباد د هوايي ډګر چارواکو کابل ته له سفره ګرځولي وو.
د فېسبوک تبصرې