د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس دوه ایراني چارواکي هم وژلي


د ایران په یوه روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو درملنې پر مهال.
د ایران په یوه روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو درملنې پر مهال.

ایراني چارواکي وايي، د کورونا واسرس له کبله د پارلېمان یوه غړې فاطمه رهبر او د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر حسن شیخ الاسلام وژل شوي دي.

د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، تر پرونه هلته ۴۷۴۷ کسان کورونا ځپلي او د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۲۴ و.

جهانپور د امارچ پر شپږمه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ نور کسان د کورونا له وکبله مړه شوي او ۱۰۰۰ تنه نور ناروغه شوي دي.

په ایران کې د کورونا له وجې د یو شمېر نورو مهمو چارواکو د مړینې او د ځینو نورو د ناجوړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

هلته چین وايي، په هغه هیواد کې له ووهانه د باندې د کورونا وایرس له کبله چې څومره نوي کېسونه مخې ته راغلي، هغوی له چینه د باندې سرچینه اخېستې چې پکې زیاتره هغه کسان دي چې له ایرانه په الوتکو کې ستانه شوي دي.

چین د مارچ په اوومه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۹۹ کیسونه مخې ته راغلې دي او دا د جنورۍ له ۲۰مې نېټې راهېسې په یوه ورځ کې د بیمارو شویو کسانو تر ټولو ټېټه شمېره ده.

په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د بیمارو شویو کسانو شمېره د مارچ پر اوومه تر ۱۰۰ زرو واوښته.

په ګرده نړۍ کې دې وایرس له ۳۴۰۰ زیات کسان وژلي.

دې وایرس تر ټولو زیات چین ځپلی او ورپسې جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې هم خلک له دې وایرس سره لاس او ګرېوان دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG