د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تجارت لپاره له ایران سره پوله په لنډمهاله توګه پرانیستله


د پاکستان او ایران پوله
د پاکستان او ایران پوله

کوټه – پاکستان تر دوو اونیو وروسته د بلوچستان په تفتان کې له ایران سره خپله پوله په لنډمهاله توګه تجارت ته خلاصه کړې ده.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې دا پوله یوازې د تجارتي کنټېنرانو لپاره په لنډمهاله توګه خلاصه شوې ده.

لیاقت شاهواني وویل ، امکان شته چې پاکستان په چمن کې له افغانستان سره خپله تړل شوې پوله هم تر اتم مارچ پورې خلاصه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په ایران کې د کورونا وایرس د زیاتېدو له کبله تر اوسه د تفتان پولې خلاصېدو په اړه لا پرېکړه نده شوې.

په ایران کې د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته پاکستان د فرورۍ پر ۲۳مه له دې هیواد سره په تفتان کې خپله پوله وتړله.

په عین وخت کې له ایران څخه د پاکستانيو زایرینو لړۍ روانه ده او تیره ورځ هم۳۹۷ کسان د تفتان له لارې پاکستان ته داخل شوي وو.

چارواکي وايي چې له ایران سره د پولي تر تړل کېدو وروسته ۴۲۲۵ پاکستاني وګړي خپل ملک ته ستانه شوي دي. په دوي کې ۳۱۰۰ زایرین او ۱۵۱۱ ځاي تجار او عادي وګړي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په تفتان کې د زایرینو لپاره په د معاینې یا قرنطینه مرکز کې د زایرینو لپاره د اوسیدو ځای کم شوی دی.

دوي وايي چې که له ایران څخه نور زیارت کوونکي پاکستان ته ننوځي نو هغوی به د طبي معاینې لپاره کوټې ته لېږل کېږي.

د پاکستان د مرکزي حکومت له اړخه له زایرینو سره د مرستي لپاره یوه الوتکه له اسلام اباد څخه دالبندین ته رسېدلې ده.

چارواکي وايي چې په دې الوتکه کې ۱۱ ټنه سامان دی چې دوایانې او نور سامان شامل دی.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د چاغي ضلعې مرستیال مشر عنایت سنجراني مشال راډیو ته وویل چې دا سامان یې له دالبندین څخه تفتان ته لېږلی دی.

XS
SM
MD
LG