د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کورونا ۲۰ مشکوک کسان داخل کړل شوي


په پاکستان کې له کورونا وایرس څخه د ځان ساتونکو عکس
په پاکستان کې له کورونا وایرس څخه د ځان ساتونکو عکس

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د مارچ تر اوومې په ټوله صوبه کې ۲۰ کسان د کورونا وایرس په شک په روغتونو کې داخل کړل شوي خو تر اوسه په یوه کې هم د یاد وایرس پخلی نه دی شوی.

دا خبره د صحت محکمې له خوا د کورونا وایرس څارلو لپاره ټاکل شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان مشال راډیو ته وکړه.

ډاکټر اکران الله خان وویل چې د حکومت له خوا د کورونا وایرس د ممکنه خپرېدو د مخنیوي لپاره شل میلیونه روپۍ بېلې کړې دي.

ده وویل چې د هوايي سفرونو تر څنګ نورو صوبو ته د تلونکو خلکو لپاره ځایونه او د معاینې ډلې ټاکل شوې او ګمارل شوې دي.

په پیښور کې د خیبر ټیچنګ روغتون ویاند فرهاد خان مشال راډیو ته وویل چې دا وخت د قبایلي ضلعو په ګډون د ټولې صوبې په روغتونونو کې انتظامات شوي دي.

ده وویل چې که چېري دا ویرس په صوبه کې خپور شو نو بیا به ورته د صوبې په کچه یو لوی روغتون بېل کړي.

ډاکټر اکرام الله پر ولس غږ وکړ چې له دې وایرس څخه د ځان ساتلو لپاره احتیاط وکړي.

ده وویل ، د بدن سفايي ، لاس په سابون مینځل ، د ګڼې ګڼې ځایونو ته نه تګ او بې ضرورته سفر نه کول په کار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په کرونا وایرس اخته شوی لومړی کس تر رغېدو وروسته د مارچ پر شپږمه رخصت کړی دی.

د صحت په څانګه کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا بېګا مشال راډیو ته وویل چې د رخصت کړل شوي کس ټول ټسټونه منفي راغلي وو.

ډ‌اکټر ظفر مرزا وویل چې دا کس د مارچ پر شپږمه په کراچۍ کې له روغتون څخه رخصت کړل شو.

ده وویل ، "موږ په شپږو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی کړی وو خو تر ټولو لومړی کس مو رخصت کړ. د هغه مو درې ټسټونه وکړل او هغه ټول منفي وو او دی په مکمله توګه روغ شوی وو. خو پاتې پنځه کسان لا په روغتون کې داخل دي او صحت یې ډېر ښه دی."

ډاکټر ظفر مرزا وویل چې په پاکستان کې په کورونا وایرس اخته شوي شپږ واړه هغه کسان دي چې ایران ته تللي وو.

ده وویل چې دا یو اخیستونکی وایرس دی او د خپرېدو خطر یې نشي ردولای خو د مخنیوي لپاره یې ټول ممکن ګامونه پورته کړي دي.

ډاکټر ظفر مرزا زیاته کړه چې "د خپرېدو خطر یې د ڼړۍ په ټولو هیوادونو کې نژدې یو رنګه دی. مطلب چې څومره ممکن وي هغومره ګامونه مو پورته کړي دي. په ټولو روغتونو کې مو ورته بېل وارډونه ځانګړي کړي دي او په ټولو صوبايي مرکزونو کې مو د تشخیص لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې په دې وایرس د اخته شوو شمېر د مارچ پر شپږمه تر یو لک واوښت او تر بېګا یې په ټوله نړۍ کې تر ۳۴۰۰ زیات کسان وژلي وو.

کورونا وایرس له چین څخه پیل شوی وو او تر هغه هیواد وروسته یې تر اوسه په نړۍ کې اټلي او ایران زیات ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG